نظــر

د اسلامي همکارۍ ټولنه

احسان الله ارينزی

Organization for Islamic Conference(OIC)
په اسلامي ځمکو او هېوادونو کې، د 19 پېړۍ له دوهمې نیمایي څخه د ویښتیا او خوځېدا یوه څپه راغله چې مذهبي ایدیالوژي پرې زوروره وه.

ښکاره خبره ده چې هغه وخت په لویدیځ کې اقتصادي او تکنالوژیکي پرمختګونو، اسلامي هېوادونه له راز – راز ستونزو سره مخامخ کړل او د دوی پخواني برم ته یې د پای ټکی کېښود.

د کال 1967 د هغه 6 ورځنۍ جګړې په پای کې، چې عربي هېوادونو پکې ماته وخوړه، عربي دولتونه دې ته اړ شول چې د خپلو خلکو د احساساتو د قابو کولو لپاره، د اسلامي کنفرانس جوړېدو ته مټې ونغاړي. د کنفرانس د جوړېدو لپاره د سعودي، مصر (جمال عبدالناصر) او ایران جلا – جلا تګلارو او دریځونو په کارونو کې لږ ځنډ او خنډ پېښ کړ؛ خو په کال 1969 کې، په الاقصی جومات باندې د اسراییلو برید، سعودي ته لار اواره کړه چې د صهیونیزم په ضد، د مسلمانانو له احساساتو څخه ګټه پورته او د اسلامي کنفرانس د جوړولو نوښت په لاس کې واخلي.

په هغه غونډه کې چې د همدې کال د سپتمبر په 25 مه په رباط (مراکش) کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په ګډون جوړه شوه، په دریو خبرو بحث وشو: په الاقصی جومات برید چې یو وخت د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه، د اسراییلو له خوا د عربي ځمکو نیول او د بیت المقدس ښارګوټي څرنګوالی. غونډې په عین وخت کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس بنسټ هم کېښود.

د دې ټولنې نوم په لومړي سر کې د اسلامي هیوادونو کنفرانس و؛ خو په کال ۲۰۱۱ کې د اسلامي همکاریو ټولنه شوه او جده یې د پلازمېنې په توګه وټاکل شوه.

اهداف:
OIC  د دې له پاره جوړ شو چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ هر اړخیزه همکاري پیاوړې کړي، بیت المقدس خوندي کړي او د فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو د خپلواکۍ او برم ساتلو ته پام وساتي.

* د اسلامي هېوادونو د غږ اوچتول او د ګټو ساتنه او ددې هېوادونو تر منځ ورورولي، همغږي او پیوستون او په اقتصادي، ټولنیزو او علمي برخو کې د اسلامي هېوادونو همکاري.

* د هر راز نژادي تبعیض او استعمار په ضد مبارزه او د هر راز قانوني کړنو ملاتړ.
* د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت له پاره هڅې.
*د اسلامي سپېڅلو ځایونو د ساتنې له پاره ګډې هڅې.
*د اسلامي هېوادونو په مخکې د پرتو ستونزو د له منځه وړلو لپاره کار او د فلسطینیانو د حقونو او خپلواکۍ ملاتړ.
*د یو بل خپلواکۍ ته درناوی، د نورو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه او د اسلامي هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا خونديتوب.
*د OIC د عامه ګټو د ساتلو لپاره، په نړیوالو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پرېکړو کې د اسلامي هېوادونو د ونډې او برخې کلک ملاتړ.
*د ملګرو ملتونو له کړنلارو او نړیوالو قوانینو سره سم، د خلکو د حقوقو په ساتلو ټینګار.
*د اسلامي ګډ سوداګریز مارکیټ د جوړولو لپاره، د اسلامي هېوادونو د خپلمنځي اقتصاد او سوداګرۍ پراختیا او غښتلي کول.
*د OIC د هر اړخیز او تلپاته بشري پرمختګ له پاره هلې ځلې.
*له رښتیني اسلامي دین څخه دفاع او د مذاهبو او تمدنونو د ډیالوګ د هڅونې لپاره، له دین څخه د ناوړو تعابیرو په ضد مبارزه.
*په OIC هېوادونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ د خپرولو هڅې.

د OIC په کړنلاره کې راغلي چې غړي هېوادونه، دې اهدافو ته د رسېدو لپاره باید خپل کارونه داسې تنظیم کړي:
– باید د ملګرو ملتونو کړنلارې ته ژمن وي.
– باید د حقوقو او وجایبو له پلوه خپلواک او برابر وي.
– باید خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې پای ته ورسوي او د زور له کارولو څخه ډډه وکړي.
– یو د بل ملي حاکمیت، سیاسي خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وساتي او یو د بل په کورنیو چارو کې لاس ونه وهي.
– باید په ملي او نړیوالو برخو کې، د اغیزمنې حکومتولۍ، ولسواکۍ، بشري حقونو، د قانون د واکمنۍ او پرمختګ ملاتړي وي او د همدې لپاره کار وکړي.

جوړښت:
1 – سر مشریزه: د اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه چې هر درې کاله وروسته یو ځل او یا د اسلامي نړۍ د اقتصادي مصالحو په غوښتنه، په ځانګړي توګه، د یو غړي هېواد په پلازمینه کې جوړېږي. په دې غونډو کې په هغه نړیوالو بدلونونو بحث کېږي چې د اسلامي هېوادونو په ګټو اغېز ولري.

OIC  له جوړېدو څخه تر 2020، پورې دا سرمشریزې جوړې شوې دي:
رباط 1969
لاهور 1974
طایف 1981
کازابلانکا 1984
کویټ 1987
ډاکه 1991
کازابلانکا 1994
تهران 1997
دوحه 2000
دوحه 2003
کولالمپور 2003
مکه 2005
داکار 2008
مکه 2012
قاهره 2013 ( چی د سیاسی بدلونونو په توسن وځنډید)
او استانبول 2017
2 – د بهرنیو چارو د وزیرانو کنفرانس:
د OIC د بهرنیو چارو وزیران په کال کې یو ځل؛ خو د اړتیا په وخت کې څو ځلې غونډې جوړوي. په لومړنیو عادي غونډو کې، د بهرنیو چارو وزیران، هر کال د ولسمشرانو د سیاسي تګلارو په رڼا کې، پرېکړې کوي او سرمنشي او دارالانشاء ته دندې سپاري. دا وزیران کولای شي چې په نړیوالو چارو کې د خپلو دولتونو د غوره دریځ او د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنې د غونډو د اجنډا د څېړلو له پاره هم، هملته په نیویارک کې سره وویني او ځانګړې غونډې جوړې کړي.

3 – دارالانشا:
دارالانشاء یو سرمنشي، څلور مرستیالان او یو شمېر کارکوونکي لري. دارالانشاء د OIC اداري چارې مخ ته وړي.
د OIC سرمنشي د ټولو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د رایو په اکثریت ټاکل کېږي، 4 کاله کار کوي او یو ځلې بیا هم ټاکل کېدای شي. د سرمنشي څلور مرستیالان په سیاسي، فرهنګي، مالي او اداري څانګو کې، د سرمنشي په وړاندیز، د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د یو ځل لپاره ټاکل کيږي.

دارالانشاء د هغه پرېکړو د عملي کولو مسؤولیت په غاړه لري چې په سرمشریزو یا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې شوې وي.

د OIC  سرمنشي څلور دندې لري چې:
* د OIC د سرمشریزو، د بهرنیو چارو یا نورو وزیرانو غونډې جوړې کړي، وړاندیزونه برابر کاندي او پرېکړو عملي کړي او د OIC کارونه همغږي کړي.

*د OIC بوديجه جوړه کړي، منظوري واخلي او لګښتونه تنظیم کړي.
*د OIC د غړو هېوادونو تر منځ اړیکې ټینګې او پیاوړې کړې او د سلا مشوره لارې اوارې کړي.
*غړو هېوادونو ته د OIC په هکله معلومات او اطلاعات ورسوي او د هغوی وړاندیزونه وګوري او وارزوي.

د OIC له جوړېدو څخه را پدیخوا، لاندې کسانو د دې ټولنې د سرمنشي په توګه کار کړی:

1971 – 1973-، تانګو عبدالرحمن د مالیزیا
1974 – 1975، حسن التهامي د مصر
1975 – 1979، داکتر عمادو کریم ګای د سنیګال
1979 – 1984، حبیب چاتي د تونس
1985 – 1988، سید شریف الدین پیرزاده د پاکستان
1989 – 1996، ډاکټر حمید الکابید د نایجیر 1997 – 2000، ډاکټر عزیزالدین لاراکي د مراکش
2000 – 2004، ډاکټر عبدالوحید بیلکیزیز د مراکش
2005 -2014 ډاکټر اکمل الدین احسان اوغلو د ترکیې
2014 –2016ایاد بن امین مدانی.
2016—2020، یوسف الوطیمین
2020  تر اوسه، حسین ابراهیم طحا د چاد.

4 – نړیواله اسلامي محکمه:
دا محکمه په کال 1987 کې د OIC په پنځمه سرمشریزه غونډه کې جوړه شوه. په هغه غونډه کې د OIC د کړنلارې درېیمه ماده داسې بدله شوه چې نړیواله محکمه د دې ټولنې د څلورم ارګان په توګه ومنل شوه. دا محکمه ۷ قاضیان لري چې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي او دنده لري چې ددې ټولنې د اساسنامې له مخې پریکړې وکړي. دا محکمه تر اوسه پورې په اساسنامه کې د متضادو موادو د شتون په توسن نه ده جوړه شوی.

د سوداګرۍ د پراختیا اسلامي مرکز (مراکش)؛ د اسلامي تاریخ، — فرعی څانګی:5
کلتور او هنرونو د مطالعې او څېړنې مرکز(ترکیه) او د تکنالوژۍ او علومو
اسلامي موسسه (بنګله دیش).
— کمیټی: دا کمیټی د سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو د پریکړو6
د عملی کولو د پاره جوړی شوی ، چی په دریو برخو ویشل کیږی: دایمی،
لنډمهاله او ځانګړی.

دایمی کمیټی:
د اطلاعاتي او فرهنګي ګډ کار کمېټه (سنیګال)، د بیت المقدس کمیټه.
(مراکش)، د اقتصادي او سوداګریز ګد کار او مرستو کمېټه (ترکیه) او د علمي او
تکنالوژیکي ګډ کار او مرستو کمېټه(پاکستان)، چې ټولې ددې ټولنې د اساسنامې له مخې
جوړې شوي دي.

لنډ مهاله کمیټې:
چې د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا جوړېږي. لکه د جنوبي افریقا او نامیبیا کمیټه او د صحرا د خلکو سره د اسلامي پیوستون کمېټه، چې د
کار د خلاصون وروسته بیرته ړنګېږي
ځانګړې کمیټې:  لکه د افغانستان کمېټه او د فلسطین کمیټه.

–تخصصي څانګې: دا څانګه پنځه تخصصي کمېټې لري:  اسلامي پراختیا بانک (جده)؛ علمي، فرهنګي او روزنیزه اسلامي ټولنه ( جده) ، د نړیوالو اسلامي خبري اژانسونو ټولنه( جده)، د اسلامي دولتونو  خبري اژانس او د نړیوالې سرې میاشتې اسلامي کمیټه. اسلامي پراختیايي بانک ددې ټولنې یو تخصصي بنسټ دی چې ۵ بلیون ډالر پانګه لري.
.
وړې څانګې: چې د اسلامي هیوادونو تر مینځ د ګډ کار او مرستو، د ډیریدو له پاره —
جوړیږي، لکه د اسلامي پلازمېنو او ښارونو ټولنه، د اسلامي بانکونو نړیواله ټولنه، د سوداګرۍ او صنایعو نړیواله خونه، د اسلامي پیوستون فدراسیون، د اسلامي او عربي ښوونځیو نړیوال فدراسیون، د ځوانانو ټولنه، اسلامي هیوادونو
ته د مشاورینو فدراسیون؛ د اسلامي علومو نړیواله اکاډمي، د اسلامي هیوادونو د
ستندردونو جوړولو او مترولوژۍ انستتیوت؛ د مالیزیا، نایجیر او یوګندا پوهنتونونه او داسې نور.

دا کنفرانس له ملګرو ملتونو وروسته د نړۍ تر ټولو لوی بین الحکومتي جوړښت دی چې ۶ تخصصي بنسټونه، ۱۸ تړلي ارګانونه، ۴ پوهنتونونه او ۶ دایمي استازولي لري او په ټولو هغه برخو کې کار کوي چې د افغانستان غوندې جنګ ځپلی او وروسته پاته هیوادونه ورته اړتیا لري.

افغانستان او د اسلامي همکارۍ ټولنه:
افغانستان له همغه لومړي پیله د دې ټولنې غړی هیواد دی.. دا ټولنه په لومړي سر کې ډیره په سیاسي چارو لګیا وه؛ خو د وخت په تېرېدو سره اقتصاد، ټولنه، فرهنګ، بشري حقونه، له بنسټ پالنې او ترهګرۍ سره مبارزه، بشري چارې او له اسلام څخه د وېرې مخنیوی هم د دې ټولنې په کارونو کې راغلل.

د کال ۱۹۸۱- ۱۹۲۲ تر مینځ د شوروي یرغل په توسن، په دی ټولنه کې د افغانستان غړیتوب و ځنډول شو. دا غړیتوب په ۱۹۹۲ کې بیرته اعاده شو. په کال ۲۰۱۱ کې پریکړه وشوه چې د افغانستان غړیتوب له دایمي استازیتوب څخه سفارت ته جګ شي. د کال ۲۰۲۱ د دسمیر په ۱۹ دې ټولنې د افغانستان د وضعیت د څیړلو لپاره، د سعودي په غوښتنه په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه کړه چې عواقب او نتایج به یې وروسته معلومیږي.
که افغانستان د سم لابي ظرفیت ومومي؛ نو د خپلو اوږدمهاله ستونزو او کړاوونو د پای ته رسولو لپاره، د اسلامي همکاریو ټولنې له بالقوه او بالمثل مرستو څخه  ګټه ترلاسه کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx