افغانستان

کابینې نیمروز کې له ایران سره پر پوله د ګډ بازار جوړولو موضوع بین الوزارتي هیئت ته سپارلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کابینې په نیمروز کې له ایران سره د مشترک بازار د جوړولو موضوع بین الوزراتي هیئت ته سپارلې ده.

د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست د خبرپاڼې له مخې تېره ورځ د کابېنې غونډه د رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخند په مشرۍ دائره شوه چې په مختلفو موضوعاتو بحثونه او پریکړې په کې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې کابینې پریکړه وکړه چې د ایران سره په پوله د مشترک بازار د جوړولو موضوع د ماليې، سوداګرۍ، اقتصاد او سرحداتو او قبائلو وزارت ګډ هیئت ته وسپاري څو په ټولو اړخونو یې غور وکړي.

کابینې له یاد هیئت څخه وغوښتل چې د ګډبازار د جوړولو په اړه دې څېړنې وکړي او بیا دې یې نتیجه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

افغانستان د روان زیږدیز کال د مۍ په میاشت کې له ایران سره پر پوله د یوه مشترک بازار د جوړولو ابتدايي موافقې ته رسیدلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

“هلمند کې ټوله راکړه ورکړه په کلدارو کېږي او د توکو بیې دوه برابره لوړې شوې”د پژواک خبري رسنۍ د راپور سره سم دا خبر ډېر خواشینوونکی دی. طالبان دې په دې هکله جدي ګامونه پورته کړي چې د ډېرې بدنامۍ سبب ګرځي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx