افغانستان

کابینې پریکړه: هر شهید یتیم ته دې ۲زره، هر فلج شخص ته دې ۱۵ زره او هر معلول ته دې ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کابېنې پریکړه کړې او د شهیدانو او معلولینو وزارت ته یې دنده سپارلې چې یتیمانو، معلولینو او مفلوج اشخاصو سره دې مالي مرسته وکړي.

د چارو ادارې مطبوعاتو ریاست د خبرپاڼې له مخې کابېنې د تېرې ورځې په غونډه کې پریکړه وکړه چې د شهیدانو او معلولینو وزارت دې د خپل پلان سره سم شهیدانو کورنیو، مفلوج او معلول اشخاصو سره مالي مرسته وکړي.

د کابینې د پریکړې له مخې یاد وزارت دې د پلان سره سم د شهیدانو کورنیو ته د هر یتیم پر سر ۲زره افغانۍ، هر فلج ته ۱۵زره افغانۍ او هر د دوو اندامونو معلول ته ۱۰زره افغانۍ د کومک په حیث ورکوي.

پر دې سربېره شهیدانو او معلولینو، مهاجرینو، پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارتونو او افغاني سرې میاشتې ته دنده سپارل شوې چې د ژمنیو مرستو د رسولو او حرفوي سوالګرو د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا راپور کې لږ ابهام شته دی

دا مرسته د یو ځل لپاره ده او که میاشتینۍ ده؟

هیله ده هره میاشت د تنخوا په توګه ورکول شي.

طوطی

د دی کار تنظیمول او مدیریت ته کمپیوتری دیتابیس په کار دی چی پکی ناغیړی ونشی یو کس دوه واری پیسی وانخلی. بله خبره: د پخوانی حکومت معلولین او یتیمان به څنګه کیږی؟ آیا هغوی ته یی هم ورکوی یا هغوی له صحنی وباسی؟ اسلامی طریق به یی څنګه وی؟

ما چی هغه وخت د جنګ په جبهه کی صحی کلینک درلود زما لپاره مریض، مریض وو دا می ورڅخه نه پوښتل چی ته د کوم تنظیم یی، یا د کوم کلی یی. ما به د اسیرانو خدمت هم کاوو کچیری به مریضان شول.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx