افغانستان

جلال آباد ښار کې ۳ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د ۳ تنو انسان تښتوونکو د وژلو خبر ورکړی دی.

دا عملیات نن د سه شنبې په ورځ د جلال آباد ښار په «زنګوي» سیمه کې د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست ځانګړې قطعې لخوا د انسان تښتوونکو په یو مرکز ترسره شوي دي.

د افغانستان د استخباراتو ځانګړې قطعه
د افغانستان د استخباراتو ځانګړې قطعه

د افغانستان د استخباراتو عمومي ریاست لخوا په یو لړ ټویټونو کې څرګنده شوې چې د عملیاتو پرمهال ۳ تنه مسلح انسان تښتوونکي د مقاومت په ترڅ کې وژل شوي او دوه تنه نور یې د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ژوندي په لاس ورغلي دي.

چارواکي وايي، وسله والو انسان تښتوونکو یو برمته شوی کس له دې ویرې وژلی چې د خلاصون پرمهال ددې ډلې رازونه افشاء نه کړي.

جلال آباد کې د انسان تښتوونکو لخوا وژل شوی کس
جلال آباد کې د انسان تښتوونکو لخوا وژل شوی کس

باید وویل شي چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د وسله والو غلو او انسان تښتوونکو پرضد خپل عملیات چټک کړي، چې له امله یې امنیتي وضعیت ورځ تربلې مخ په ښه کېدو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Safi

They must hang these kind of people.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x