شعـــــرونه

د مرګ په خوله کې زندګي/محمودي

سيد محمد محمودي

ډار به په تېښته و چې موږ به خوشالي کوله
د مرګ په خوله کې مو څه مسته زندګي کوله

یوازي رنګ نه و رڼا نه وه، مونږ ژوند ورکاوه
تاریخ په دې خاطر دوه لاسه سلامي کوله

د تنهایۍ ژوند و، خو قدر مو بیا دومره لوړ و
د ځان په بیه وه، چې کوم چا مو دوستي کوله

نه مو هدف پرېښود او نه مو هدف رنګ بدل کړ
که مو نړۍ ترمنځ هرڅومره شیطاني کوله

لیونۍ مینې وو موږ دومره لیوني جوړ کړي
د رقیب چم کې مو بې خاره بدماشي کوله

د نفرتونو له سیلیو به مو پټ ساتله
موږ په ساتنه کې د زړو دومره خواري کوله

ترخو حالاتو له خپل هوډه اړولی نه و
محمودي هغه وخت همداسې شاعري کوله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx