افغانستان

د افغانستان په اړه د «او آی سي» ځانګړې غونډې له امله عبدالله د سعودي عربستان له پاچا څخه مننه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان څخه له دې امله مننه وکړه چې د افغانستان په اړه یې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان ځانګړې ناسته رابللې وه.

نوموړي تیره ورځ د یو لړ ټویټونو له لارې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازما له غړو هېوادونو څخه وغوښتل ترڅو په خورا چټکۍ سره افغانستان کې د ملیونو هغو افغانانو د مرستې لپاره خپلې مالي سرچینې منظمې کړي کوم چې د لوږې او نیستۍ له ګواښ سره مخ دي.

عبدالله عبدالله ویلي، چې د افغانستان خلک باید له بشري ناورین څخه د مخنیوي لپاره له ځنډ پرته مرستو ته د لاسرسي څخه ډاډ ترلاسه کړي.

افغانستان په هکله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان دغه ځانګړې غونډه چې د سعودي عربستان په غوښتنه او د پاکستان په کوربتوب د دیسمبر په نولسمه نیټه په اسلام آباد کې ترسره شوه، د ۱۵۷ اسلامي او ۱۳ نورو هېوادونو استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی وو او افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نصرت

همدا خاین در خخه خوشی نشی، کله چی عبدالله عبدالله وزیر خارجه سو نو سو میلیونه دالر امریکا مستقیما ده ته ورکرل تر سو هغه سند امضا کری چی طالبانو باندی هوای بمباری ته قانونی اجازه ولری. دیر بی وجدانه انسان دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx