افغانستان

امریکا په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وبللو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ وبللو.

نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ واشنګټن کې یوې خبري ناستې د خبرو پرمهال کړي او زیاته یې کړه چې امریکا وضعیت له نږدې څخه څاري او په دې هکله له خپلو شریکانو سره ګډ کارکوي.

بلینکن ویلي، چې افغانستان کې ښايي د ژمي له پیلیدو سره وضعیت نور هم کړکیچن شي؛ خو بیا یې ادعا کړې چې هېواد یې له افغانستان سره ستر مرستندوی هېواد دی.

نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې یوه ډله یې ددې په خاطر ګومارلې ترڅو په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان په هکله د امریکايي تګلارې بیا کتنه وکړي او په افغانستان کې ترلاسه شوې تجربې وارزوي.

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوې برخې د آزادولو په هکله بلینکن ویلي، واشنګټن غواړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه کړي چې له دغو پیسو به طالبان ګټه نه اخلي، بلکې یوازې عامو خلکو ته به یې ګټه رسیږي.

نوموړی داسې وايي: «مونږ تازه د وجهي صندوق د هغو دوه سوه اتیا میلیونه ډالرو له پرېښودو سره همکار شوو چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره وې. موږ په جدیت غواړو د افغانستان د اقتصاد لپاره نورې لارې چارې ومومو، څو له خلکو سره ډیرې پیسې وي».

نړیوال بانک هم دوه اونۍ وړاندې خبر ورکړ چې مرستندویه هېوادونو د افغانستان د شتمنۍ څخه د ۲۸۰ ملیون ډالرو پرېښودو سره موافقه کړې ده، کوم ګام چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا یې  هرکلی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې له نیمایي زیات افغانان په ژمي کې د نیستۍ له ګواښ سره مخ دي او له نړیوالو مرستندویه ټولنو غوښتنه کوي چې په کلني ډول افغانستان سره ۴.۵ ملیارده ډالره بشري مرستې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بشری وضعیت خو تاسو امریکایانو خراب کړ، د خلکو کور مو د داعش په نوم بمبارد کړ لس دولس کسان ماشومان مو پکی شهیدان کړل اوس یی جبران هم نه ورکوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx