شعـــــرونه

زه د عشق له درده مرمه/ عمر صديق

عمر صديق

زې د عشق له درده مرمه خو جانان راخبر نده
زې په مینه کې لوګی شوم زما ګران راخبر نده

د دردو پوځ ترېنه تاو ده زما زړګی محاصره ده
خوار زړګی مې څړيکو وړی خپل ګرېوان راخبر نده

داده ګوره چې رنځور یم دا د مینې له اثره
زې په مینه کې مات مات یم قدردان راخبر نده

ما د مینې بیعت کړی ځکه اور ته پسې لاړم
ما خو وینه له زړه ورکړه دا خپل ځان راخبر نده

زه د هجر تر چت لاندې خپلې شپې سبا کومه
زه راڼه ستوري تل شمارم لوړ اسمان راخبر نده

د هجران ترخې شېبې دي د وصال خواږه یې غواړم
له مودو پردېس پردېس يم د اجهان راخبر نده

دغه رمز ده د مینې یو الله لره معلوم دی
پټ په زړه کې الله وايم یو انسان راخبر نده

زما عمر صدیق طبیب ده زمامحبوب ده زما حبیب ده
یو ديدن یې زما شفاء ده زما درمان راخبر نده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx