نظــر

متقي صاحب! په غوښتنو مو بيا غور وکړئ!

عبدالوحيد وحيد
په نړۍ کې اوس د زور له لارې د حکومتونو نسکوريدو پېښې کمې شوې دي، ليکن په هغو هېوادونو کې  چې د قانون واکمني ټکنۍ او د واک ترلاسه کولو معيارونه دقيانوسي وي، کله کله پکې د تاوتریخوالي له لارې حکومتونه نړيږي.
زموږ په هېواد کې هم تاوتریخوالى د حکومتونو د نسکورولو دود شتون لري.

زيات وخت وشو چې د اسلامي امارت چارواکي په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو محترم وزیر اميرخان متقي په هر سفر او هره ناسته  کې د اسلامي امارت د رسميت پيژندلو او په امریکا کې د کنګل شويو اسعاري زېرمو د ترلاسه کولو خبره کوي. غواړم په لاندې کرښو کې له چارواکو سره خپلې اندېښنې شريکې کړم:

رسميت پيژندنه:
نړيواله رسميت پيژندنه د تاوتریخوالي په نتیجه کې رامنځته شوې حکومت ته د مشروعیت داسې سند ورکول دي چې د تازه حکومت د جوړېدو ترشا منطقي لاملونو شتون درلوده، په بدلون کې ستر فجائع او ستر جنايتونه نه دي شوي، د هيواد په ټوله جغرافيه باندې تازه حکومت سلطه لري او د نړيوالو مسئوليتونو تر سره کولو وړتیا لرى.

رسمیت پیژندل په نړيواله ټولنه کې د مشروع غړي په توګه د نورو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو ترڅنګ د نورو هېوادونو لخوا د همدغه حکومت د مشروع ګټو د خوندیتوب ژمنه هم ده.

د هغو تازه حکومتونو د بريا ګراف لوړ وي چې د اوښتون ترشا په منطق ولاړ لاملونه او د خپل ولس د بشپړ ملاتړ کره شواهد ولري، ژمنې يې مشخصې وي، په ممکنه نزدې وخت کې د قانوني حکومت جوړولو ته ژمن وي، ځانګړې کړنلاره ولري او د نړيوالو مکلفیتونو د ترسره کولو وړتیا ولري. کله چې تازه جوړ شوي حکومتونه پورته يادې شوې ځانګړتیاوې ولري، نو د رسميت پيژندلو لپاره ورته د غوښتنو اړتیا نه وي بلکې نړيوال ورته د خپلو ګټو د ساتلو په موخه را وړاندې کيږي او د تازه حکومت په رسمیت پيژندلو اعلان کوي.

شک نشته چې؛ په رسميت پیژندنه د معاصر حاکمیت یو اړین شرط دی مګر دا کار پخپل ذات کې د دولت جوړونه نه ده.  نوى رامنځته شوې حکومت مکلفیت لري چې د یو دولت په څیر عمل وکړي، د ډیپلوماټیک پیژندلو او د نړیوالو سازمانونو د غړیتوب لپاره د مسئوليتونو او مکلفيتونو د پوره کولو وړتیا ولري. مګر ستونزه دلته ده چې د رسميت پېژندلو لپاره هره غوښتنه د خپلواکۍ کچه اغيزمنه کوي، ملي عظمت له منځه وړي. د احتياج کچه لوړوي، د خپلواکۍ يوه برخه په بهرنیو هیوادونو پورې تړل کېږي، د ځان ارزښت کموي، د هیواد په سیاسي او اقتصادي پراختیا اغیزه کوي.

د رسميت پیژندنې اړتیا ته په اوسني نړيوال طرزالعمل کې يقيناً نيمګړتياوې شتون لري. هغه دا چې استعماري هيوادونه د تازه حکومتونو د رسميت پيژندلو له اړتیا څخه بده ګټه پورته کوي. د دولت يا حکومت د رسميت پيژندلو شرایط په نړيوال سیاست کې د فشار او تنګ اِپيستمولوژیکي (خپل ځانګړي تعبيرونه) فکر تحميلول دي. دغه ډول ذهنيت د محکومو خلکو د حقونو او آزادیو په قیمت د ځواکمنو هېوادونو ګټې خوندي کړي.

د کنګل شويو پولي زېرمو خلاصون:
د امریکا لخوا په هغه هېواد کې کنګل شوې اسعاري زېرمې د افغانستان ملکيت او زموږ د پولي سياست د پياوړتیا او ملاتړ ضمانت دى. دغه ډول پيسې چې اکثراً په ډالرو کې ساتل کېږي بانکي سیستم کې د کرنسي له ملاتړ ورهاخوا د هيوادونو ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا لپاره هم کارول کېږي.
پولې زيرمې د کلنۍ بوديجې برخه نه وي او د عادي لګښتونو لپاره نه کارول کېږي. که احياناً د تصادفي ناورين او يا هم په خپل پولي واحد باندې د فشار کمولو لپاره وکارول شي نو له عوائدو څخه دغه کمبود بيرته پوره کول اړين وي. اوس چې موږ له بهرنیو مرستو څخه بې برخې يو، صادرات هم خورا کم لرو او زيرمې بيرته نشو پوره کولاى، نو د اسعاري زېرمو کارول به زموږ د افغانۍ ارزښت ته سخت زيان اړوي.

متبادلې لارې:
متقي صاحب ته دې معلومه وي چې تر اوسه يې د نړيوالو اړيکو جوړولو په برخه کې هڅې ګټورې نه دي ثابتې شوې. د رسميت پيژندلو مکرره غوښتنه او د افغانستان د کنګل شويو پولي زېرمو د خلاصون لپاره د نوموړي د مبارزې په ناکامۍ کې د لويديځ د کينې پاللو ذهنيت سره سره نور کورني سياسي او حقوقي خنډونه هم شتون لري چې نړيوالو ته يې په دواړو برخو کې د اقدام نه کولو لپاره بنسټ جوړ کړى دى.

اوس هم وخت شته چې په متبادلو لارو چارو غور وکړي. د مسلکې خلکو غونډه راوغواړي، اوسنی چلند په ملي او نړيواله کچه ستونزې زیږوي. له بهرنیو هیوادونو څخه د رسميت پيژندلو لپاره د غوښتنو پرځاى خپلې کورنۍ اجماع ته لاره هواره کړي. د حکومتي تشکيلاتو په برخه کې اوسنۍ تګلاره او معيارونه ستونزه نوره پيچلتيا ته بيايي. له قومي مخورو او سياسي هغو مشرانو څخه بايد مرسته وغواړي چې په فساد کې ښکېل او تورن نه وي.  خورا زیات تجربه لرونکي او مسلکي کادرونه شته. د هغوى له پوهې او تجربې څخه ګټه واخلي.

اوسنۍ تګلاره مو هدف ته نه رسوي. په سياست کې نوښتونه د بريا راز ګڼل کېږي.  ښه قيادت هغه دى چې ننګونې په فرصتونو بدل کړي، مګر متأسفانه موږ په مسلسله توګه فرصتونه په ننګونو بدلوو. متبادلې لارې دادي چې په کور دننه د سمون او بدلون لپاره جرئت، همت او شهامت وکاروو، زه منم چې د طالب قيادت په مخکې د اصلاحاتو لپاره ستونزه شته، خو دغه ستونزه بالاخره حل غواړي. همدا اوس يې وخت دى چې خبره يو اړخيزه شي. باید رويې بدلې شي، چلند ته تغير ورکړل شي، د واک له جنون سره مخه ښه وشي. د بې باورۍ له خطرناک ويروس څخه نجات حاصل شي او افغانستان د غنيمت مال نه، بلکې د دغه عظيم ملت کور وګڼل شي.

تر ټولو مهمه او ساده لاره وړتیا لرونکو افرادو ته  کار وسپارئ. کورني بيځايه لګښتونه کم کړئ، د لوړ رتبه پوستونو معاشات او امتیازات کم کړئ، ترڅو د دغو پوستونو د اشغال لپاره ناروا رقابتونه کم شي، په مالياتو او ګمرکاتو کې شفافیت يقيني کړئ، فساد له منځه يوسئ، خپل عائداتي منابع او سرچينې زياتې کړئ او د معادنو په قراردادونو کې روڼتيا رامنځته کړئ. په يقين سره وايم؛ که ستاسو ملګري لکه د اوس په شان د پوستونو ترلاسه کولو او د امتیازاتو په منډه کې ښکېل وۍ، نو پورتنى هدف ترلاسه کول ناشونى کار دى. البته که طالب مشرتوب يوازې امنیتي عدلي او قضايي ارګانونه پرمخ يوسي او په نورو برخو کې يوازې نظارت وکړي او کارونه اهل کار ته وسپارل شي نو د رسميت پيژندلو او په امریکا کې د افغانستان د پولي زېرمو د خلاصولو لپاره به د بيا بيا غوښتنو اړتیا قطعاً نه وي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ابراهیم

ماشاءالله وحید صیب ډیر اړین ټکو ته مو په ښکلي انداز اشاره کړې.د هیواد د سر لوړی په هیله.

وحيد

مننه جناب محمد ابراهیم وروره. د دغه ولس د ارام او د دغه هېواد د ښېرازي لپاره همدومره لږ څه کولاى شم

هدایت الله

امارت ته هر څه وایه خو دا مه وایه چې حکومت کې له دوی پرته نور خلک هم حق لري ځکه دوی فکر کوي چې هرکار او هره چوکئ باید له ملا صاحب سره وي ، انجینر ، ډاکتر ، ساینس دان ؛ زراعت پوه او اقتصاد پوه هر څه باید له یوه ملا سره وي ځکه له ملا غیر نور خلک حکومت نشي کولی او که کولی یې هم شي نو امارت ته دقبول وړ نه دي . او یوه خبره بله هم هغه دا چې زه له امارت سره وران نه یم بلکې اصلاح غواړم . که ډاکتر… نور لوستل »

وحيد

مننه جناب هدایت الله وروره.
موږ او تاسو باید حوصله لوړه وساتو. کيداى شي زموږ اوسنى مشران پوه شي چې هغوى سترې ننګونې په وړاندې لري او خپلو نيمګړتياو ته باید متوجه شي

طوطی

ماشاءالله. هیله لرو چی مسؤلینو ته د وحید صیب پیشنهادونه ورسیږی او ټول عملی شی واقعآ چی انتقاد یی پر ځای دی او پیشنهادونه یی پر ځای دی. مننه

وحيد

مننه طوطي وروره.

طاهر ثابت

زما په خیال متقی سیب کامیابه کس دی او ورو ورو په امریکایی استکبار باندی لیږ موثر ګوزار کوی. خو امریکایی استکبار ماتول اسان ندی. هغه باید په داسی ډول وسی چه افغانستان دامریکایی استکبار دماتولو قربانی نسی. افغانستان باید دیو قانون خاوند سی او دهغه برتری ته باید ټول لازم تدابیر اعلان سی او عملی سی. قانون باید دوطن دهرغړی داسلامی هدایاتو سره سم مساوات تضمین کړی، هغه ښکاره کړی او عملی. اوس لا دا دواړه کارونه ندی سوی. داسی ښکاری چه په هره چوکی دملا قبضه ده. که دوی خالی چوکی ډکی کړی وی نو بیا هغه باید… نور لوستل »

وحيد

مننه ثابت صاحب محترمه
ښه نکات مو راسپړلي دي. که ستاسو نظر عملي شي نو زما هيڅ نيوکه نشته. زه هم اصلاحات غواړم قانون مندي غواړم مجازات او مکافاتو باندي باور لرم.

خلیل الله

ډیره مننه جناب وحید صاحب، هیله مندیم چي ستا نیکو او معقولو سپارښتنو ته د طالب چاراکو پام راوګرځی. خو زما په شخصی نظر طالب د نویم لسیزی د ناکامه حکومتداری او بیا د شل کلنی جګړی څخه هغه درس ندی اخیستی کوم چی ورته اړتیا ده. دقدرت بی حده حرص د ناپوهه او غیرمسلکی کسانو ګمارنه په فردی او وړو مسایلو تمرکز پوهه او مسکلی خلکو ته د اشغال د بقایایو په سترګه کتل او پدی نامه پروړو کدرونو بی باوری د ملاشموله حکومت جوړول او نورو ته فقط د عفوی په نامه احسان کول د اساسی قانون نه… نور لوستل »

وحيد

مننه جناب خليل الله وروره
زه ستاسو له نظر سره موافق يم خو موږ او تاسو په هغه څه کولو باندې پړه ګڼل کیږو چې په وس کې مو وى. که خپلې سوله ايزې مبارزې ته دوام ورکړو انشاالله لرى نه ده چې حاکمه ډله به هم توجه ورته وکړې. موږ نور هيڅ نه غواړو يوازې د سمون او بدلون هنر زده کول مو موخه ده.
بيا هم مننه وروره

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x