نظــر

مزمل صاحب؛ نوره عفوه څنګه وي؟

عاکف مهاجر

وړم کال مو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د یوې مشاعرې ترتیب نیولی و، د هیواد له مختلفو سیمو مو ورته مشهور شاعران، ادیبان او لیکوالان راغوښتي و چې استاد محمد زمان مزمل هم له کابل میشتو میلمنو څخه و.

د نورو شاعرانو او ادیبانو ترڅنګ مو مزمل صاحب هم وینا ته راوبللو،
خو!
هغه ترپايه په طالب نیوکې وکړې او ستوغې یې و ویلې، طالبانو ورته کتل او اوریدلې یې چې همدا د طالب د زغم ستره بیلګه وه.

نن مې تازه د مزمل صاحب یوه لیکنه تر سترګو شوه چې درې ورځې وړاندې په نن ټکي اسیا کې نشر شوې وه.
مزمل صاحب د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) هغه خبرې راخیستې وې چې یوه نیمه میاشت وړاندې یې په بلخ کې کړې وي او ویلي یې و چې د کرزي، عبدالله او مسلمیار په څیر ستر مجرمين معاف شول نور هم باید خپل هیواد ته راستانه شي هیچا ته هم مشکل نشته، دا هیواد د ټولو ګډ کور دی، هیڅوک باید هیواد پرینږدي.

وزیر صاحب تیر ته په اشارې دوی مجرمين بللي و، دا چې د اشغالګرو د حامیانو سرخیل کرزی و، مهم حامي یې عبدالله و او د اشرف غني ښی لاس مسلمیار و یواځې تیر ته په اشارې یې مجرمين بلل هم جرم بلل کیږي خو د دوی له لاسه یا د دوی په مرسته د زرګونو افغانانو وژل کېدل یواځې طالب ته په ورور ویلو معاف کیږي ډيره نا انصافي ده.

خو مزمل ګرم نه دی، سپينږيری دی، حافظه یې کمزورې ده، د هغه هیر شوي چې په دوحه کې د اسلامي امارت دفتر یواځې د سپین بیرغ له امله چا وتړلو او څوک و چې د واکمنۍ پر مهال یې طالب ته مرګ او زندان دوه لارې ټاکل شوې وې.

مزمل صاحب ته باید واورې چې هره ورځ وزیر صاحب په دې ټينګار کوي، د شکایاتو ملګري باید د خلکو شکایاتو ته سمه رسیدګي وکړي، هر ځای چې له عفوې سرغړونه شوې وي ډیر په جديت یې اخلي، د فتحې په لومړیو ورځو کې یې هره شیبه له دولتي خلکو سره تماس نیولو چې څه مشکل سره مخ نشي، هره وینا یې په دې راڅرخي، په دې هیواد نه جوړیږي چې د تیرې ادارې خلکو ته وایاست تاسو ذلیل واست اوس ذلیل اوسئ، بلکې د وروڼو په څیر مینه ورکړئ، دوی ته عفوه شوې، مونږ یې د وژلو او زورولو حق نه لرو دا هیواد نور باید جوړ شي، نفرت او جنګ باید پکې ورک شي.

استاد نورو طالب مشرانو ته هم د حوصلې توصيه کړې، خو سپينږيري استاد دغه توصيه کاش د کابل د تیر وخت ورانیدو پر مهال هم یاد وی او د څنګ ملګرو ته یې توصيه کړې وی چې کابل ميشتي ټول نه دي کافر او نه دا ودانۍ کافرې شوې دي، مه یې نړوئ او مه یې وژنئ.

استاد ته په احترام باید و وایم چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر د هغه چا لاروی دی چې د مکې د فتحې په ورځ یې عفوه څه ډول عملي کړه.
هغه ابوسفیان ته په عزت ورکولو هم ښه خبر دی او دا درک کوي چې له دوی سره باید څه ډول چلند وشي، بلکې ورته وایي: ستاسو اطمینان زمونږ اطمینان دی، ټول له هیواد وتلي خپل هیواد ته راوبلی او ډاډ ورکړی چې هیڅ ډول ستونزه به نه ورته پیښیږي، زه شپه او ورځ ستاسو خدمت کې یم او کولی شی راسره و وينئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

عاکف مهاجر ته،
د طالیبانو له خوا دا عفوه شوی ده چه په بمونو ،ماینونو، ګولی ،ځانمرګیو مو نه وژنی، خو په لوګه،تنده،مهاجرتونه،تنخوا بندیدلو،مو وژنی، د یوه دولتی مامور له وظیفه څخه شړل، په ځاییی ملا ،طالیب راوستل د دا د دولتی کسانو وژل نه دی نو څه دی؟ دا دولتی مامور څه وخوری ؟چیری لاړ شی؟همدا یی وطن دی ،په کوم دلیل؟په کوم قانون یی له وظیفه شړی؟ دا وژل نه دی نو څه دی؟دا په لوګه وژل دی ،همدا د ګولی وژل په ښه وه،

شهاب

*****************************

نصرت

مزمل صاحب نظر دیر شکلی دی خو طالبان دا عادت لری چی یو کوچنی واقعی انتقاد یا لارشوونه ورته وکری بس له دوی سره د توهین، کفر، منافق، جاسوس او تاپه وی پر دا تندی یی ور ولگوی. همدا به د طالبانو د بربادی عامل وی.

عبيد

سلام علیکم. مزمل صاحب ته . ستاسو ډېر قدر لرو .ځکه علميت مشرتوب او په ځينو مواردو کې منصفانه څرګندونې د محبوبيت لامل سوي .
البته انتقاد مو هم بايد دنرمښت تعطف او پرکشره طبقه دترحم او ددې ځورېدلي مظلوم خو غازي ولس د هيلو او ارمانونو سره پر انصاف بنا وي .

Karwan

عاکف صاحب، موږ خو د روسانو سره دجهاد په دوران کي دمزمل صاحب ډير احترام درلوده. اما په دي شل کلن اشغال کي چه هره ورځ زموږ مظلوم ولسونه بمباريدل او هره ورځ مو په سلهاو شهيدان درلودل، ما هيځ وخت دمزمل کومه ليکنه ونه ليدله، چه دغه ظلم ئي محکوم کړي وي او په دي مورد چوپ پاتي شوي! وخت ناوخت به ئي په طالبانو نيوکي کولي. خداي مکړه، چه د سياف په جال کي راگير شوي نوي. زه چه دحکمتيار صاحب نظر دمزمل سره مقايصه کوم، حکمتيارصاحب وائي چه موږ له څو لسيزو وروسته نن يو ښه پاکه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx