افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د بشري مرستو د آسانیتا په موخه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د متحدو ایالاتو لخوا وړاندې شوی یو داسې پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو په لیږد کې اسانتیا رامنځته کیږي.

دا پرېکړه نن د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ټولو غړو په متفقه رایو سره تصویب شوی دی.

په پرېکړه لیک کې لیکل شوي چې د پیسو ورکړه، نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي سرچینې او په خپل وخت کې د مرستو رسول او د توکو او لازمو خدماتو برابرول او دېته ورته فعالیتونو څخه ملاتړ جواز لري.

امنیت شورا دغه راز ویلي، چې دغه مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو څخه ملاتړ کوي او د طالبانو اړوند بنسټونو باندې د لګېدلو بندیزونو څخه سرغړونه نه ګڼل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا دا ګام ستایلی او هغه یې د افغانستان اقتصادي وضعیت سره مرستندوی بللی دی.

نوموړي دغه راز له نړیوالې ټولنې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د دولت په بنسټونو هم د بندیزونو لرې کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

ددې ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) هم د امنیت شورا ددې پرېکړې څخه هرکلی کړی او دا کار یې د افغانستان خلکو څخه د ملاتړ یو لوی ګام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې له نیمایي زیات افغانان د خوړو نشتوالي سره مخ دي او په روان ژمي کې ښايي ۹ ملیونه افغانان ښايي د لوږۍ له ګواښ سره لاس او ګریوان شي.

ددې پرېکړه لیک د اعتبار موده یو کال په داسې حال کې تعیین شوې چې امریکا او د هغې د لویدیځې ټلوالې هېوادونو او د هندوستان د رضایت ترلاسه کولو لپاره دغه قید ور زیات شو.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته امریکا او نړیوالې ټولنې په افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګول او د افغانستان شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني یې کنګل کړه، چې له امله یې افغان ولس او سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx