افغانستان

د اوبو او انرژۍ وزارت راتلونکی کال هېواد کې ۸۵ بندونه جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د اوبو او انرژۍ وزارت راتلونکی کال په هېواد کې د اوبو د ۸۵ لویو او وړو بندونو د جوړولو خبر ورکوي، چې په جوړولو سره به یې یو شمېر ولایاتو کې شاړې ځمکې آبادې شي.

دا څرګندونې تیره روځ د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال انجینر مجیب الرحمن عمر او د یاد وزارت ویاند مولوي اخترمحمد نصرت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې او د پخواني رژیم چارواکي یې د اوبو په ناسم مدیریت او د ۵۰ سلنه کرنیزې ځمکې په شاړولو تورن کړي دي.

په دغه ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال انجینر مجیب الرحمن عمر ویلي، چې د اوبو سم مدیریت کولای شي افغانستان د اقتصاد او انرژۍ برخه کې په ځان بسیا کولو ترڅنګ په یو صادروونکي هېواد بدل کړي.

نوموړی زیاتوي، دا مهال له ایران سره د اوبو د تنظیم لپاره د کابل ـ تهران د پخواني تړون په اساس چارې پرمخ وړي او په همدې موخه یې ایراني چارواکو سره یو شمېر ناستې ترسره کړي او دغه لړۍ به روانه ساتي.

ښاغلي عمر دغه راز څرګنده کړې چې د پخواني رژیم لخوا د اوبو د ناسم مدیریت له کبله یوه بله لویه ستونزه داده چې  ۶۰ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. د هغه په باور د اوبو د نوو بندونو په جوړولو سره به دغه ستونزه حل کړل شي.

په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اخترمحمد نصرت بیا وايي، چې د راتلونکي کال لپاره ددوی انکشافي بودیجه او د اوبو د ۸۵ بندونو جوړلو لګښت له خپلو داخلي عوایدو پوره کوي، ځکه  چې هره ورځ کابو ۵۰ ملیونه افغانۍ عواید لري او دغه عواید کله ناکله سل ملیونه افغانیو ته هم پورته کیږي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د خپلو پروژه چارې له داخلي عوایدو پر مخ وړي ځکه ورځني عواید ۵۹ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت په هغو ولایاتو کې چې د ابو له کمښت سره مخ دي د لویو او وړو چیک ډیمونو سره غواړي د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، کوم ګام چې د پوهانو په خبره د هېواد د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې مستقیم اغیز کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

خدای دی وکړی دا وعدی په ځای سی. خو طالبان باید غټی خبری ونکړی کومی که ترسره نسی نو بیا به دوی دامریکاطلبو سیکیولرانو لخوا مسخره سی.

مشوره

طالبان کرام دی کوشش وکری چی د وعدو اروند دقیق اوسی، هیچ وعده دی نه کوی سوک ورباندی کیداشی یو اندازه اعتماد وکری، خو که یی وعده وکره اوبیا یی پوره نه کره نو ورته سخت سیاسی تاوان دی. ۸۵ بنده جورول عادی خبری نه ده، افغانستان اوس خپل خلګ نشی مرولی، اولیه صحی مادی امکانات نشته، تعلیمی اداری نه شروع کیدل شیخ حقانی صاحب وایی جی مادی امکانات نشته، نظامی طالبان تر اوسه معاش نه لری، دولتی کارمندان تر اوسه پوره معاش نه دی اخیستی. طالبان کیدایشی اراده ولری خو عملی کول یی دیر امکانات غواری. خدای تعالی ته… نور لوستل »

Sayed

Who will pay for them? Pakistan or Iran?

محمد

دا خو ډېر ښه خبر دی. که ۸۵ نشي، چې دا ۵ هم جوړ شي، ډېره غټه او مهمه خبره ده. خدای دې وکړي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx