
برتانیا کې په لومړي ځل یوه ورځ کې له ۱۰۰ زرو زیاتې کرونا پېښې ثبت شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ مرغومی، ۱۴۰۰ل): په برتانیا کې په لومړي ځل د کرونا ویروس مثبتې پېښې په یوه ورځ کې له ۱۰۰ زرو واوښتې دي.
د برتانیا روغتیایي چارواکي وایي چې د چهارشنبې په ورځ یې 106 زره او 122 مثبتې پېښې ثبت کړي، په داسې حال کې چې له دې وړاندې ورځ دغه شمېره شاوخوا 90 زره پېښې وه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حکومتي معلومات په ګوته کوي چې د کرونا د نوي بدل شوي «اومیکرون» مثبتې پېښې زیاتېدل په تېره یوه اونۍ کې د ویروس چټک خپریدو لامل شوی، چې 59 سلنه پېښې زیاتې شوي او د تېرې اونۍ پېښې 643 زرو ته رسېدلي دي.
راپور زیاتوي چې په تېرو 28 ورځو کې د کووید-۱۹ ناروغۍ څخه د مړینو شمېر 140 ته رسېدلی دی.
بل لوري ته یاد راپور په برتانیا کې د اومیکرون بڼې مثبتو پېښو په اړه وایي چې تر دې دمه یې دغه هېواد کې 14 تنه مړه کړي او ټولې پېښې 129 ته رسېدلې دي.
په برتانیا کې د کرونا مثبتو پېښو زیاتېدو خطر سربېره په روغتونونو کې د ناروغانو بستریدو خطر 40 سلنه ټيټ شوی دی. په همدې تړاو یاد هېواد د قرنطین موده هم یوازې 7 ورځو ته راټيټه کړې ده.