افغانستان

امریکا د سرپرست افغان حکومت سره د مالي تعاملاتو اړوند درې تازه جوازونه صادر کړل

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، ۲  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د امریکا حکومت له افغانستان سره د مالي تعاملاتو اړوند تازه درې جوازونه صادر کړي دي څو افغانستان ته بشري مرستې په مستمر ډول ورسیږي.

د امریکا خزانې وزارت پرون چهارشنبه افغانستان ته د بشري مرستو د تسهیلولو اړوند دغه  جوازونه صادر کړي دي.

د دوه جوازونو له مخې امریکايي چارواکو او نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د طالبانو سره د رسمي معاملاتو اړوند مالي تعامل وکړي.

درېیم جواز غیردولتي مؤسسات د امریکا له بندیزونو خوندي کوي چې په افغانستان کې ځينې بشري فعالیتونه کوي.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تېره ورځ یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې یې افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو په لیږد کې اسانتیا رامنځته کیږي.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې د پیسو ورکړه، نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي سرچینې او په خپل وخت کې د مرستو رسول او د توکو او لازمو خدماتو برابرول او دېته ورته فعالیتونو څخه ملاتړ جواز لري.

امنیت شورا دغه راز ویلي، چې دغه مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو څخه ملاتړ کوي او د طالبانو اړوند بنسټونو باندې د لګېدلو بندیزونو څخه سرغړونه نه ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx