افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال اهل هنود او سکانو  د رهبرۍ شورا سره کتلي

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، ۲  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل هنود او سکانو د رهبرۍ شورا سره په سپېدار ماڼې کې کتلي دي.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي دي چې د ریاست الوزرا مرستیال اهل هنود سره په کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو مشترک کور دی او ټول هغه اقوام چې په هیواد کې ژوند کوي، په امنیت کې د ژوند کولو او ددې هیواد په ابادۍ کې د برخې اخیستو حق لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د اسلامي امارت پالیسي داده چې د اقلیتونو په شمول ټول افغانان په رفاه او ارامۍ کې ژوند وکړي او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي ادارې به په ټولو ولایتونو کې د اقلیتونو د امنیت د تامین کې  همکاري کوي.

په دغه کتنه کې د اهل هنود او سکانو رهبرۍ وویل چې دوی همیشه د افغانستان په ابادۍ کې برخه اخیستې ده او په اینده کې هم غواړي چې په هیواد کې پاتې شي او دلته مهم رول ولري.

دوی د ریاست الوزرا مرستیال څخه وغوښتل چې د دوی غصب شوي ځمکې او جایدادونه دې دوی ته بېرته ور وګرځوي.

د یادونې وړ ده چې په دغه کتنه کې په تېر رژیم  ولسي جرګه کې د اهل هنودو او سکانو  استازي نرندر سنګ خالصه هم ګډون درلود.

دوی په دغه کتنه کې د افغاني دود و دستور سره سم د ریاست الوزرا مرستیال ته د احترام پګړۍ هم ور په سر کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یواځنی عاجزه طبقه په افغانستان کی همدا سکان دی. کابل کی د دوی کورونه اکثرآ پنجشیرانو په کارته پروان کی چور کړل، د دوی دکانونه یی په زوره ور څخه واخیستل.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx