نظــر

امريکايان ډار اخيستي

لیکوال: فضلي (پکتياوال)

څو ورځې وړاندې د امريکايانو مشر بارک اوباما يوه حيرانونکې خبر وکړه، هغه دا چې د طالبانو او القاعده لخوا تربيه شوي خلک نه يوازې د امريکا بلکې د ټولې اروپا لپاره سخت خطر دی، او د هغوی په مقابل کې ډير کار کولو ته ضرورت دی، بيا يې وويل په شام کې جنګيدونکي اروپايي مسلمانان هم د امريکا په شمول د ټولې اروپا لپاره خطر دي، په همدې وخت کې له امريکا څخه يو بل خبر راغی چې امريکا د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې د هوائي اډو د سخت امنيت نيولو امر کړی، ځکه چې هلته د حملو کولو ويره شته، په همدې حواله د امريکا د داخلي امنيت له مسئول څخه پوښتنه وشوه چې په ځواب کې داسې وويل : مونږ دا امنيت د دې لپاره نيولی چې هلته د حملو کولو خطر موجود دی او مونږ هلته د عسکرو زياتولو ته مجبور شوي يو، له امريکا سره سره د اروپا يو شمير هيوادونو په ځانګړې توګه د امريکا تر ټولو ستر اتحادي برطانيه په دې برخه کې له سختې پريښانۍ سره مخامخ ده، د چا په هکله چې ويل کيږي چې په سلګونو ځوانان يې شام ته د جګړې لپاره ليږلي، کوم چې اوس د همدغه هيواد لپاره خطر کيدلای شي، په همدې برخه کې برطانيه هر ممکن کوښښ کوي تر څو همدغه ځوانان د دوی لپاره د خطر باعث نشي، که امريکه ده که برطانيه او که کوم بل اتحادي له يولسم ستمبر وروسته يې انديښنې زياتې شوې دي، سره له دې چې همدغو هيوادونو د خپل ځان د محفوظ ساتلو په نام پر افغانستان حمله وکړه، او د همدغې حمله په نتيجه کې يې د راپورونو له مخې تر اتو لکو زيات افغانان چې زياتره يې ښځې، ماشومان، سپين ږيري او بې وزله خلک دي شهيدان کړل، له افغانستان وروسته امريکا د خپلو اتحاديانو په مټ پر عراق حمله وکړه، چيرته چې د غربي رسنيو د اطلاعاتو له مخې تر لس لکو زيات عراقي ښاريان شهيدان کړی شوي، په همدغو محاذونو کې له امريکا او اتحاديانو سره يې د مقابله لپاره هيڅ کوم طاقت نه وه موجود، او همدغو طاقتونو په دې خبره باور درلود چې د دنيا هيڅ طاقتور هيواد د دوی مقابله ته د راتلو سوچ هم نشي کولای، خو وروسته نړۍ وليدل چې په افغانستان کې امريکايان داسې ووژل شول هغه د چا خبره چې عسکرو ته يې ايله ميندې ور په زړه شوې، د امريکه په زرګونو عسکر ليوني شول، ګوډ مات خپل وطن ته يوړل شول، د ټيکنالوجي او طاقت مغروره نشه يې له سرونو ښکته شوه، او دا دی له څوارلس کاله جګړې وروسته امريکا له افغانستان څخه تښتي، هره ورځ يې تر غوږونو له بد نه بد خبر رسيږي، د يوه عسکر په بدل کې د پنځو لوړ پوړو طالب مشرانو خلاصول او په ډيره عزتمنده طريقه يې قطر ته وړل او د همدغې پيښې د ذلت پټولو لپاره د اوباما ډول ډول بيانونه، او د افغانستان په هلمند کې د افغاني عسکرو د ړندو په څير وژل، په کابل کې د خارجي عسکرو وژنه، او د افغانستان په بيلا بيلو برخو کې د امريکايي عسکرو وژنه، او همدلته په افغانستان کې نور ډول ډول بريدونه هغه څه دي چې د امريکا تشويش يې نور هم زيات کړی، او امريکا يې په دې سوچ کې اچولې چې اخير د دوی مستقبل او انجام به څه وي؟ امريکا چې په تيرو څوارلسو کلونو کې څومره طاقت مصرف کړ هغه هر چا وليد، خو په افغانستان کې ور سره اخته مجاهدينو ته يې نه ماتې ورکړې او نه يې دومره کمزوري کړي چې هغه د مقابله کولو قابل نشي، هغه امريکه او اتحاديان يې د کومو په نزد چې د دوی د هيواد يو وګړی د نړۍ له نورو انسانانو او هيوادونو څخه هم قيمتي دی، د دوی په نزد د همدغو قيمتي خلکو له جسدونو ډګ جهازونه اوس د دوی په هيوادونو کې کوزيږي، ټوله نړۍ ورته ګوري او ننداره يې کوي، افسوس په دې خبره چې دوی د پخوانی زمانې د فرعون او نمرود له انجام څخه او د اوسنی زمانې له روس څخه يې عبرت ولې وا نه اخيست، که چيرته دوی په مسلمانانو ظلم نه وای کړی نن ورځ به له دومره پريشانيو سره نه وه مخامخ، هره ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې په ډير وحشي ډول د دوی لخوا مسلمانان وژل کيږي، آم تر دې چې د لويانو پر ځای د کوچيانو وژنې ته ترجيح ورکوي او ډير پرې خوشحاله کيږي، که امريکه ده او که د دنيا بل کوم ظالم په دې خبره پوهيدل ورته پکار دي چې د ظلم انجام اخير تباهي او بربادي ده، او همداسې به له امريکه او د هغې له اتحاديانو سره کيږي، امريکه د خپل ځان محفوظ ساتلو په نام په افغانستان حمله وکړه، خو اوس له پخوا څخه ډيره زياته غير محفوظه ده، په ټولنيز او عسکري ميدانونو کې يې د تباهي شمار نشي کيدلای، که چيرته همدغه طاقتونه اوس هم نه پوهيږي نو داسې ورځ ضرور راتلونکې ده چې بيا به پوه شي، امريکه چې اوس مهال له کوم حالت سره مخامخ ده دا د اسلام او د مسلمانانو بری (فتح) ده، او هر چا چې امريکه او اتحاديان يې همدې حالت ته راوستلي هغوی ته سلام کول پکار دي، ځکه همدوی وکولای شول چې د خدائي دعوه کونکي يې ژړا ته مجبور کړل، پرون ورځ د امريکايانو مشر اوباما په خپله اعتراف وکړ چې له يولسم ستمبر وروسته يې په ځينو خلکو ظلم او تيری کړی، که څه هم مونږ په هغه وخت کې ډار شوي وو خو بيا هم داسې کول نه وه پکار، بلکې احتياط کول پکار وه، ديته چې د خدائي دعوه کونکي ژړا ونه وايو نو به څه ورته ووايو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x