افغانستان

روسیه او متحدین یې د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه کار کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین وايي، د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو په هکله له خپلو متحدینو سره پر یوې پرېکړې کار کوي.

نوموړي دا څرګندونې د سپوتنیک خبري آژانس سره د مرکې پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چې روسیه په سیمه کې د امنیت او ټیکاؤ غوښتونکې ده، ځکه دده په خبره هېواد یې د مرکزي اسیا هېوادونو ته د ترهګرو د نفوذ خپرېدو او نشه یې توکو له قاچاق څخه څخه ویره لري.

د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په هکله پوټین یوځل بیا ویلي، چې دا مسئله باید د واقعیتونو په رڼا کې حل شي. هغو هېوادونو چې افغانستان ته یې زیات زیان رسولی باید له افغانانو سره زیاتې مرستې وکړي، د بیلګې په توګه په امریکايي بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید آزادې کړي.

پوټین داسې وايي: «مونږ به کوشش وکړو ترڅو د طالبانو په رسمیت پېژندل له نورو هېوادونو سره په همغږۍ ترسره شي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په داسې حال کې د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له نورو هېوادونو سره په ګډه د ګام پورته کولو خبره کوي چې تیره ورځ د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي ؤ چې له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان په رسمیت پېژندلو لپاره کار کوي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

بايد بى له ځنډه روسيه، چين، اسيايي ممالک، افريقايي ممالک او اسلامي نړۍ د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني ځکه چي دا بى له شکه ددغه هېوادونو په ګټه او نه پيزندنه يې په تاوان ده. او بل غربى هيوادونه مجبور دى چي د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني. د افغانستان اسلامي امارت په پيژندنه کې د افغانستان او نړۍ امنیت او ټيکاو دئ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx