افغانستان

ازبکستان غواړي افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ مرغومي، ۱۴۰۰ل): ازبکستان د ترمذـ تورخم ریل ګاډي پټلۍ په غځولو سره غواړي افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي.

دا څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف په حیرتان بندر کې په هغو ځانګړو مراسمو کې کړي چې د یاد هېواد لخوا افغانستان ته د بشري مرستو د سپارلو په موخه جوړ شوي وو.

نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او له ترمذ څخه مزارشریف ـ کابل ـ تورخم او پېښور ته د ریل پټلۍ غځولو له لارې غواړي چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز کړي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د ګډون ترڅنګ د ګاونډي هېواد ازبکستان له مرستو او دوستانه چلند څخه  د مننې سربیره وویل، چې د اورګاډي د پټلۍ په ګډون به د ازبکستان په ټولو اقتصادي پروژو کې مرسته کوي.

ازبکستان په داسې حال کې افغانستان خپلې بشري مرستې رالیږي چې تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پرېکړه لیک له لارې افغانستان ته په استول کېدونکو بشري او اقتصادي مرستو محدودیتونه لرې کړل. ددې ترڅنګ د خزانې وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د لیږلو په خاطر امریکايي چارواکو، ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته درې جوازونه صادر کړي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زما یوه مشوره که بد وایم مه یی منی او که په زړه مو برابره وی بیا نو یوه ورکوټکی لایک راولږی. دا کار شونی دی او باید وشی. د ریل ګاډی پټلی تر پیښور پوری نه بلکه تر واګې او کرچی بندره پوری باید جوړه شی. د پاکستان تجارتی اموال به د افغانستان په ټوله جغرافې کی انتقالیږی له پاکستان څخه تر ازبکستان پوری بیا دی زمونږه اموال هم د پاکستان په خاوره کی تر واګی او کراچی بندره انتقال شی. الله دی پکی خیر واچوی او زر تر زره دی دا بنسټیزه پروژه بشپړ کړی. په پردی وطن… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx