نړۍ

پنټاګون ! رسني حق نه لري چې دوژل شوي ۳۱ عسکرودمراسموجزیات نشرکړي .

tawabeet
دامریکادفاع وزارت وایې دوي به خبري رسنیوته اجازه ورنه کړي چې دهغویودیرشووژل شويوامریکایې عسکروکوم چې تېره ورځ په افغانستان کې دطالبانوپه یوه بریدکې ښکارشول امریکاته دراوړلوصحنه اوجزیات نشرکړي .
دپنټاګون ویاند کپتان  جین کیمبل وايې ، چې یوخوله دې کبله چې دوژل شویو عسکرو مړي مسخه شوي او دپیږندګلوي ځخه وتلې دي اوبل دوژل شويو عسکروکورنۍ اوخپلوان هم نه غواړي چې دنازولوټوکرې  ټوکرې جسدونه دې نړۍ وویني ، اونه هم دپنټاګون له پالیسي سره برابره دي چې نشر شي نوځکه دوي خبریالانوته اجازه نشي ورکولای چې دهغوي دمراسموجزیات په نېغه توګه نشرکړي .
نوموړ ی وایې چې دعسکرومړي به نن دسه شنبې ورځ غرمې خواته دډوور نظامې اډې ته یوړل شي .
دامریکا دخبریالانوټولنې دپنټاګون پردغه عمل نیوکه کړي دي ،اودمراسموجزیات ،  دانځورونه اخستل یې دعامه ګټواومصلحت لپاره خورامهم بللي دي .
د۱۹۹۱ کال راهیسي هغه وخت چې کله امریکایې رسنیوله ویتنام ځخه دراتلونکو تابوتونو دیوه پروګرام جزیات نشر کړل چې  په امریکایې ټولنه کې یې ډيربداغېزوکړ اودجګړې خلاف یې دعام اولس کرکه راوپاروله  نوله هماغه وخت راهیسي ددارنګه مراسموپرخپراوي دپينټاګون له لورې بندیز دي
دیادونې وړده چې وژل شوي عسکر دوې ورځې وړاندې دوردګوولایت په سیدآبادولسوالي کې دطالبانوپه یوبریدکې دڅرخکې دراغورزیدوله کبله ووژل شول .

ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x