روغتیا

د کرونا اومیکرون بڼې نښې کومې دي، او له تېرو هغو سره څه توپیر لري؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د کرونا ویروس نوې بڼه «اومیکرون» لومړی د نومبر په ۲۴مه نېټه په افریقا کې څرګند شو چې تر دې دمه په 106 هېوادونو کې خپره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې دغه بڼه د کووید-۱۹ خطرناکې بڼې ډیلټا څخه هم په چټکۍ خپریږي، خو په دې تړاو د برتانیا کارپوهانو څیړنې ښيي چې اومیکرون د سختې ناروغۍ یا مړینې لږ خطر لري.

په کرونا ویروس کې د بېلا بېلو بڼو او تغیراتو رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښيي چې له وخت سره به د واکسین د اغیز مخنیوي کې مرسته وکړي.

کله چې د ډیلټا بڼه یوه مهم ډول شو، د زکام په څیر د پورتني تنفسي نښې نښانې ډیرې عامې شوې، په داسې حال کې چې د خوند او بوی حس له منځه تلل د نورو ډولونو په پرتله لږ عام شو.

د اومیکرون سره ځینې کارپوهانو ویلي چې نښې یې د ډیلټا په پرتله نرمې ښکاري، خو ځینې نور بیا ددغو نښو په نښه کول او تایید کول له وخته ژر بولي.

خو د اومیکرون تر ټولو عامې نښې کومې دي؟

د سویلي افریقا ډاکټر (ډاکټر انجلیک کویتزي) چې لومړی یې چارواکو ته د نوي کووید-۱۹ ډول اومیکرون په اړه خبرداری ورکړی و، د اومیکرون نښو په اړه وویل چې، د عضلاتو درد، ستړیا، د ستوني خارښ او د شپې خوله کېدل د اومیکرون عامې نښې دي.

د کووید-۱۹ نښو په اړه د دیسمبر په 16مه لومړني معلومات چې د روغتیا ساینس شرکت زوی او د کینګز کالج لندن لخوا پر مخ وړل کیږي، ښودل شوي چې وایي، د زکام په څیر نښې د نوي اومیکرون ډول لرونکي خلکو کې خورا عامې لیدل شوي دي.

معلومات ښيي چې د اومیکرون انفیکشن لپاره ښودل شوې پنځه نښې د پوزې بهیدل، سر درد، ستړیا (معتدله یا سخته)، پرنجی او د ستوني درد دي.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان یو لوړ پوړی چارواکی وایي چې په دغه هېوادونو کې د اومیکرون انتانو تصدیق شوې 89 سلنه خلکو کې د کرونا ویروس ډولونو عامې نښې راپور شوي چې ټوخی، ستوني درد او تبه ښودل کیږي.

د اومیکرون او نورو بڼو ترمنځ څه توپیر دی؟

کارپوهان وایي، د اومیکرون او نورو بڼو ترمنځ توپیر دادی چې د ډیلټا په پرتله د اومیکرون نښې خورا نرمې دي، دا په هغه کسانو کې چې واکسین یې نه دي کړي، خو هغه کسان چې واکسین یې کړي دغه نښې نورې هم کمزورې لیدل کیږي، دغه راز د خولې خوند هم نه ځي، په داسې حال کې چې د اکسیجن درجه هم نه ښکته کیږي.

خو بالعکس په تېرو بڼو کې د بدن سخت درد، زکام، د خولې خوند خرابېدل او د اکسیجن کمښت ښکاره نښې وې.

دوی زیاتوي چې د ډیلټا بڼې په پرتله د اومیکرون خطر او د روغتون ګواښ خورا کم دی، ددې لامل د ډیری خلکو ترمنځ د معافیت سیستم لوړیدل او د واکسینو تطبیق ښودل کیږي.

په اومیکرون اخته کس تر څو ورځو ناروغ وي؟

که چیرې یو کس په اومیکرون ویروس اخته شي، وخت به یې تر هغې کم وي چې د نورو بڼو په ناروغانو کې و، چې زیات یې یوه اونۍ او کم یې درې ورځې یا لږ دی، په اصطلاح که په دغه بڼه اخته شئ تر یوې اونۍ زیاته ناروغي نه لرئ.

څنګه خپل ځان او نور وژغورئ؟

د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د اومیکرون څخه د ځان ژغورنې په موخه ځینې سپارښتنې شوي چې په لاندې ډول دي:

بشپړ واکسین لګول، ماسک اغوستل، فزیکي واټن ساتل، د کور دننه ځایونو ته هوا ورکول، ښه نظافت ساتل او د نښو موندلو پرمهال ځان له نورو جلا کول یې د مخنیوي غوره لارې چارې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx