افغانستان

 ملګري ملتونو د افغانستان اقتصاد پر پښو درولو لپاره ۸ میلیارده ډالر بودیجه په پام کې نیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳  مرغومی، ۱۴۰۰ل): ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان اقتصاد د بیا پر پښو درولو لپاره يې ۸ میلیارده ډالر بودیجه په نظر کې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو مسوولین وايي چې دوی د افغانستان سره د اینده کال مرستو لپاره پلان جوړوي چې هدف يې د ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې سالمه غذا ورکول، کار ایجادول، د افغانستان د برق بیلونه ورکول او د بشري مرستو ور اخوا د حکومتدارۍ سستم یو ځل بیا رغول دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي رامز الاکبروف ویلي دي چې د افغانستان خلک عزت او هیلو ته اړتیا لري او ټینګار یې وکړ چې دغه سازمان نه غواړي چې په افغانستان کې د یو بدیل حکومت په څېر شي .

خو هغه ټینګار وکړ چې ‎ د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د لاسه ورکولو پر ځای د ملګرو ملتونو سازمان د نظامونو ملاتړ د دغه سازمان لپاره مهم دی.

ملګري ملتونه د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې د پلان خبر په داسې حال کې ورکوي چې امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر اسعاري شتمنۍ کنګل کړي او هم يې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګولي دي چې له کبله یې د افغانستان خصوصي بانکونه د سقوط په درشل کې ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

داسی روپی باید دافغانستان دتقویی نه سوا په بل مطلب مصرف نسی.
طالبان که هوښیاری وکړی نو خپل آینده پلانونه جوړ کړی او دهغه په هکله دملل متحد سره ګډ کار پیل کړی.
کیدای سی دطالبانو پیشنهادونه ددوی لپاره منلی وی. خو چه داسی ونسی بیا چه افغانان یوڅه غواړی او ملل متحد بل څه او له دی کبله دوه افغانستانه جوړ سی.

طوطی

دا خو خورا ښه خبر کچیری ورته خنډ جوړ نشی. ځینی کړی په حکومت کی شته چی د آی اس آی په اشاره غواړی تا کمکونه مستقیمآ افغانستان ته رانشی. یو وخت پاکستان د افغان مهاجرو بین المللی کمکونه په خپل لاس کی اخیستی وو چی تر ۳۰٪ بوری به هم افغانانو ته نه رسیدل.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx