نظــر

عاکف صاحب؛ د حکومتونو زینت د انتقاد په تحمل کې دی!

جمال ایوبي

چې مقدمه رانه اوږده نشي په پیل کې باید دا ووایم چې د یؤ منتقد لپاره لازم او دا د عقل تقاضا هم ده چې انسان په مباحثو او یا د یو چا د علمي مقالو په نقد کې باید هغه وخت تصمیمګرۍ ته مخه کړي کله چې د مقابل جانب له ژور متن څخه په صحیح مانا فهم او د درک استعداد په ځان کې ووینئ او په دوهمه برخه کې باید د ځواب د قالب لپاره دا اړین او مبرم وګڼئ چې په علمي ادبیاتو سره د قلم دروند حیثیت داسې مبرا وساتي تر څو ترې د قلم وقار لکه د بلوغ د وخت هغه احساسات مجروح نکړي چې پرته له پېښمانۍ بل تصویر نلري.

راځم اصلي موضوع ته؛ تېره ورځ استاد مزمل صاحب د امربالمعروف او نهي عن المنکر د ښاغلي وزیر صاحب د هغه خبرو په تړاو؛ چې کرزی او امثالهم یې پکې مجرمین مخاطب کړیدي په دې رابطه استاد مزمل د افغانستان د څلوېښت کلن دشوار سیاسي وضعیت د حل او د متلاشي ولس د پیوندېدو لپاره یوه اصلاحي او تعریضي لیکنه د نیوکې په شکل کړې وه.

استاد مزمل صاحب د مقالې په پیل کې لیکلي :”چې د امیرالمؤمنین لخوا زړور ابتکار همدا و چې عمومي عفوه یې اعلان کړه”. دا جمله د ټولې لیکنې ښه تفسیر دی خو د درک لپاره یې عمیق فهم ته ضرورت دی.
خو عاکف صاحب متأسفانه د استاد مزمل د مقالې پر ځېنو برخو له فهم او درک پرته انتقاد، اتهام او په ځېنو کې خو یې د کلام عفت بېخي ندی مراعت کړی چې استاد محترم یې د حافظې په کمزورۍ سره مخاطب کړی، نو په همدې خاطر غواړم چې د سطحي او د نقد د اصولو له چوکاټه وتلي ځواب په تړاو یې د سوء تفاهم، عدم درک او که یا بل هر څه وي، یوه لنډه تبصره وکړم.

استاد لیکي: د وزیر صاحب خبرې فکر کوم چې د عفوې له مفهوم او محتوا خلاف دي.
ددې په ځواب کې عاکف صاحب لیکي:
چې کرزی او امثالهم د اشغالګرو حامیان ول د دوی تېر ته په اشارې یې مجرمین هم جرم بلل کېږي.

دلته استاد د مجرم او جرم بحث کله کړی؟
استاد محترم خو لسیزې کیږي چې پخپلو مقالو کې تکرار دا شل کلنه اداره غلامه او څهرې یې ګوډاګۍ نومولي دي دا چې تاسې د یو چا ماضي نه مطالعه کوئ دا بیا بېله خبره ده.

عاکف صاحب باید دومره درک کړي وای چې دا موضوع د سیاسي عمق تر څنګ د مکې د فتحې هغه واقعې ته څرګنده اشاره ده چې:
د اسلام بیرغ سعد بن عباده سره و کله چې د ابوسفیان تر څنګ تېرېده نو ویې ویل:
نن د جنګ او د وژلو ورځ ده او الله تعالی به قریش ذلیله کړي.
نو کله چې ابوسفیان د رسول ﷺ سره یو ځای شو وې ویل:
یا رسول الله دا ته نه اورې چې سعد څه وایي؟
هغه مبارک وفرمایل څه یې وویل؟
ابوسفیان وویل دغه شان “پورته” خبرې یې وکړې.

دلته بیا حضرت عثمان او عبدالرحمن بن عوف وویل: په سعد باندې اعتبار نلرو هسې نه چې پر قریشو حمله ونکړي.

بیا رسول الله وفرمایل: نن داسې ورځ ده چې اللهﷻ به قریشو ته عزت ور په برخه کوي بیا یې سعد نه بیرغ واخیست او د هغه زوی قیس ته یې ورکړ.

ددې تر څنګ بلا مثالونه نور هم شته دي لکه د عکرمه په مخ کې یې د پلار “ابو جهل” بد نه یادول، ابوسفیان کور او داسې نور… په دې مورد دا او داسې نور ډېر څه د اسلامي سیاست هغه ژورې برخې دي چې د جذب …تر څنګ د اتحاد لپاره زمینه مساعدوي.

په بل ځای کې عاکف صاحب وایي:
چې استاد نورو طالب مشرانو ته د حوصلې توصیه کوي خو استاد باید دغه توصیه کاش د کابل د تېر وخت د ورانېدو په مهال هم یاد وی او د څنګ ملګرو ته یې توصیه کړې وی چې کابل میشتي ټول ندي کافر او نه دا ودانۍ کافرې شویدي مه یې نړوئ او مه یې وژنئ.

ابن تیمیه رحمه عقل داسې تعریفوي: چې تحقیق او تثبیت ته وایي.
په یوه موضوع کې تحقیق، جامع فکر او مستند دلایل د علمي اشخاصو د عقل هغه زینت دی چې ځراکت او هوښیاري پکې ښه تعریفيږي.

ښاغلی عاکف! ستاسې له دې فاحش اتهام او ناخبرۍ داسې ښکاري چې شاید تاسې هغه وخت د سِن له نګاه خاپوړې کولې ځکه خو له معلوماتو یتیم او د تثبیت او تحقیق پرته مو یوه خیالي لیکنه او په هغې کې مو هم یوازې د خانه خالي د ډکولو هڅه کړېده.

اول خو باید تاسې له لیکنې مخکې د مستندو معلوماتو د غني کولو هڅه کړې وه او یا بل چا تاته تفهیم کړې وه خو بیاهم چې تاسې ښاغلی د اینده لپاره له معلوماتو یتیم پاتې نشئ دا درته په ذهن کې ترزیق کوم:
چې استاد مزمل صاحب د شوروي د جهاد په پیل کې هم د افراطي نظریاتو سره تر پایه پورې په مخالفه کرښه ولاړ و او بیا وروسته یې له پېچلي وضعیت څخه د خپل سیاسي ژور فهم په اساس؛ د داخلي جګړو د اثراتو په څرګندېدو سره خپله بېزاري اعلان او د تنظیمونو جګړه یې حماقت او ناورا وبلله او څوک چې یو عمل په مجموع کې تقبیح کړي هلته بیا ددې ضرورت نه پېښېږي چې د هر څه لپاره ووایي دا کافر ندی او دا مه نړوئ…

جنابه! استاد مزمل هغه شخصیت دی چې د اسلامي او ملي مسؤلیت تر عنوان لاندې یې د هاغه بې رحمه راکیټونو او مرمیو؛ چې هغه وخت څوک پر منصبونو ناست او چا پکې تېښته او مهاجرتونه کول خو په هماغه وحشي سونامیو کې استاد مزمل … او مرحوم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د ثبات او سوله يیز افغانستان لپاره د قدرت طلبه جهادي مشرانو(!) په منځ کې د اتحاد او روغې جوړې ګړندۍ هڅې کولې خو دې ښاغلو دا دشوار پړاو او مسیر د سر په قیمت واهه ترڅو د شهیدانو د ارمانونو تحقق، ثبات او یوه پایداره سوله راشي او همداسې نورې ډیرې هغه هڅې چې د اسلامي او ملي منافعو د تحقق لپاره یې کړي د نورو مشرانو تر څنګ یې د امارت ډېری ښاغلو مشرانو ته ښه معلومه ده چې په لومړي دوره کې “امیرالمؤمنین ته لس مشورې”، “طالبان او لس مګره” تر عنوان لاندې مقالې، نن ټکی اسیا یې په لیکنو شاهده … او قطر ته د مشورو هغه سلسله چې ښاغلي مشران ترې مستفید شول؛ د استاد مزمل دغه سپېڅلي مسیر ته د تعهد ښه ثبوتونه دي.

حضرت ابوبکر او حضرت عمر چې ځان تر نیوکو لوړ نه ګاڼه او د خپلو نیمګړتیاوو د رفع لپاره به یې پر رعیت تأکید کاوه چې ماته نیغه لار وښایي پر موږ او تاسې خو واجب دي چې په دې شریره زمانه کې ددې لپاره فکرونه عیار او هم یې د تحمل ظرفیت په ځان کې پیدا کړو او همدا مسیر د امارت د مؤسس مرحوم امیرالمؤمنین ملا عمر مجاهد رحمه الله چې په یوه غونډه کې یې علماء مخاطب کړل او وې ویل:
هر عالم چې ما تر لاس ونیسي او یا مې واجب العزل وبولي په هغه دم به استعفاء ورکوم او بیا وایي: علماوو ته په کار ده چې په ټینګ عزم ودرېږي په ورځ د محشر به زه دا علماء تر ګریوان نیسم، که زما څخه کار خرابېدی په بل شي نه خرابېږي، که زما څخه کار خرابېده یا فساق او فجار راڅخه جوړېدل نو دغه علماء به مو تر لاس نیسي.

عمر بن عبد العزیز رحمه الله خپل یوه ملګري ته وایي:
یا عمرو! کله چې ما ووینې چې له حقه کوږ شوم، نو لاس دې زما ګرېوان کې بند کړه، بیا مې ونڅوه، بیا راته ووایه: دا څه کوې.

همداسې به حضرت عمر رضي الله عنه هغه څوک خپل خیرخواه ګاڼه چې پر ده” لوی عمر” به یې نیوکې کولې تر څو نیمګړتیاوو ته متوجه شي په بل روایت کې راځي ‏چې حضرت عمر به ویل زما دوست هغه دی چې ما له خپلو عیبونو خبر کړي.

همدې ته ورته ډېر مثالونه د حضرت علي او حضرت عثمان رضي الله عنهم په سیرت کې پرتې دي.
همداسې عثماني خلیفه محمد فاتح باندې به شیخ کوراني صاحب او شیخ شمس الدین توندې نیوکې کولې آن شیخ کوراني صاحب په روایت کې راځي چې ملاقات ته یې هم نه ورتلو خپله به ورته د وخت خلیفه راتله ویل کېږي چې یو وخت شیخ کوراني مصر ته مرور لاړ خو د وخت خلیفه بېرته راپخلا او راوغوښت ځکه د وخت خلیفه دا درک کړې وه چې مصلح شخصیتونه نظامونو ته بقاء ورکوي.

عاکف صاحب! د حکومتونو د پرځېدو او دفن کېدلو لاملونه د اقلیت انتقادات او اعتراضونه ندي بلکې ظلم او بې عدالتي هغه بدرنګه څپه او توپان دی چې د لسیزو نظامونه پرځوي او بیا د تېر کیسه شي، رب دې زموږ مشران له انحراف او د دې بدرنګې څپې څخه خوندي لري.

موږ ټول باید دا درک کړو چې تنظیمي لنډ او جامد افکار د حکومتدارۍ او حکومتولۍ په موقف کې اصلا ځای نلري ځکه حکومتولي د ملي افکارو فلسفه او د ولس متحرک فعالیت له ځانه سره لري او همداسې د حکومتونو زینت، ښکلا او بقاء د انتقاد په زغملو کې نغښتې دی او ولسونه هغه وخت په حکومتونو کې د مدغم کېدو توقع او بیا پکې خپل ځان ویني چې د وخت حاکمان یې نیوکه په سړه سینه تحمل او وزغمي او همدېته ممثل حکومتونه وایي.

دا نظام د رب یو لوی نعمت دی او په سترو قربانیو او فداکاریو ګټل شوی، ددې د تحفظ لپاره د اسلافو لاره خپلول غواړي.

که دا فارمول تطبیق نشي بیا نو له تجرید او سانسور شوي ملت نه ممثل حکومت نۀ جوړېږي او نۀ داسې اشخاص د حکومتونو خیرخواه او نۀ ورته بقاء ورکولای شي چې له نیمګړتیاوو ډک او یا له وضعیت ناخبره حاکم ته د زلزلې پر وخت وایې:
زلزله نده شالیلا قدم وهینه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ایوبی صاحب سلامونه،
 الله ج د اوږد عمر درکړی ،او په قلم د برکت شه،افرین ستا په لیکنه عاکف لپاره همدا ستا لیکنه بس ده،عاکف صاحب سرلی دی خو خوشن د اوښ وهی،همدا جنګونو مونګ ته ډیر ماشینی شیان را په برخه کړل ،لکه ماشینی ضابط،ماشینی ډاکتر ، عاکف صاحب ماشینی لیکوال دی، غریب بیچاره په لیکوالی خبر نه دی،خو لیکنه کوی،هیله ده اینده کی متوجه شی.

طاهر ثابت

وروره دماشینی استادانو، انجنیرانو او فروفیسرانو خبره به دی هم کړی وای. زما یو همصنفی ته به دپوهنتون په دوره کی خلکو استاد ویل. ما وپوښتل چه هغه چیری او دڅه شی استاد وو؟ هغه راته ویل چه ده دمکتب په دوره کی دمکتب دمعلمی ارمان درلود. خداسته وروسته بیا په کره پوهنتون کی دابتدایی استاد په توګه مقرر سو.
افغانستان دماشینی نابغه او ارمانی فروفیسرانو ځای دی چه تر رښتیا فروفیسرانو زیات قدر لری. عرب استاد فروفیسور او استاد مشارک و اسوشیت فروفیسور ته وایی. مزمل له کومو استادانو څخه شمارل کیږی.

طاهر ثابت

مزمل سیاسی سړی دی او دهغه خبری نیښی او خودغرضی مالومیږی. دلنډی غنو په دوره یی داسی لیکنی ندی کړی چه هغه دطالبانو طرفداری وښیی. ما خو لا ویل چه مزمل دغنو ډول ته څرخیږی. تردی چه دده مسلسله لینکنو ازرده کړم. وزیرسیب یو حقیقت ویلی وو او هغه حقیقت به تاریخ ثابت کړی. زه دطالبانو دعفوی له مجبوره خاموشانو نه باید وبلل سم. خو که زما وس وسی نو بیا هم دتیرو جنایاتو دثبوت او هغه په محکمه کی دفیصلی وړ بولم. خدای دی وکړی ملت لیږ جرات وکړی او هغه خلک محکمو ته وغواړی کوم چه دوی متضرر… نور لوستل »

عبدالروف

د تاسو لیکنه مو هم ولوست خو نه تر پایه او د عاکف مهاجر لیکنه مې تر پایه لوستی ده۔ که چیري ستا نیوکه په مهاجر ورور ده ٗ چې دقلم عفت ئې نه ده ساتلی ٗ نو تاسو خو هیڅ ساتلی نه دې او تاسو د قلم د عفت په نه ساتلو کې دیر مخته تللی یاست ۔ راځم د مزمل په لیکنه۔ که تاسو د مزمل هغه لیکنې ٗ چې د اسلامې امارت له بریالیتوب نه مخکې ٗ د نن ټکې آسیا په پاڼه خپریدل ٗ لوستی وې ٗ نو دا بیا تا ته ښکاره کیدل ٗ چې… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx