
بنګله دیش : په کيښتۍ کي د اور لګیدني له امله ۳۸ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل):په بنګله دیش هیواد کي په مسافر وړونکي دري پوړیزه کيښتۍ کي د اور لګیدني له امله ۳۸ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپيان دي.
له راپورونو سره سم یاده کیښتي د بنګله دیش له پلازمیني ډاکي څخه د برګونه ښار په لوري روانه وه چي له جلوکوتي ښار سره نیږدي اور پکښې ولګیدلو. ځیني کسانو د اور له لګیدلو سره سم ځانونه اوبو ته غورځولي او اوبو کي د ډوبیدلو له امله وژل شوي دي.
د بنګله دیش د سیمیزو چارواکو له قوله کیدای شي د وژل شویو کسانو شمیر زیات شي ځکه ډیری کسان سخت ټپيان دي.
د معین الاسلام په نوم د ځايي پولیسو مشر وايي په کیښتي کي اور لګیدنه د کيښتۍ په ماشین کي د تخنیکي خرابي له امله را منځته شوې ده .
یاده کيښتۍ چي دري پوړه لرل ۵۰۰ تنه پکي سپاره وو ، په کیښتي کي د یوه ژغورل شوي سپرلي له قوله د اور لګیدلو په وخت کي اکثره سپرلي ویده وو.