روغتیا

کرونا کولی شي تر دریو میاشتو د نارینه وو سپرم باندې اغیز وکړي – څیړنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د هغو والدینو لپاره چې د امیندوارۍ هیله لري د کووید-۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو نورو دلایلو ترڅنګ یو بل دلیل دا هم کېدی شي، چې کرونا د نارینه پر سپرم اغیز کوي او د ماشوم زیږون ستونزمنوي.

د یوې ګډې ترسره شوې څيړنې له مخې په ډاګه شوې، هغه کسان چې په کرونا اخته شوي، له رغېدو څو میاشتې وروسته یې هم سپرم له کاره لویدلي وي.

دغه څیړنه چې د تېرې دوشنبې په ورځ د بیلجیم زیږون او نسجۍ ژورنال کې خپره شوې د ۱۲۰ نارینه و سپرم/مني نمونې اخیستي چې په اوسط ډول عمرونه یې شاوخوا ۳۵ کلن دي.

دغه کسان چې له کووید-۱۹ څخه رغېدلي او له رغېدو یوې میاشتې تیریدو وروسته یې معاینات وشول، د سپرم په حرکت کې ۶۰ سلنه او د سپرم په شمېر کې ۳۷ سلنه کموالی راغلی دی.

د یو ایس ای ټوډی خبري اژانس د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې په کووید-۱۹ د اخته نارینه وو کسانو سپرم دغه ناروغي نه خپروي، خو په ۳۵ نارینه وو کې چې له ښه کېدو یوه میاشت وروسته یې د سپرم نمونه اخیستل شوې وه، د سپرم په حرکت کې ۶۰ سلنه او د سپرم په شمېر کې ۳۷ سلنه کموالی لیدل شوی دی.

په کرونا له اخته کېدو وروسته یوه تر دوه میاشتو پورې په ۲۹ سلنه نارینه وو کې د سپرم شمېر کم ښودل شوی و، او په کرونا له اخته کېدو دوه میاشتې وړاندې په شپږ سلنه نارینه وو کې د سپرم شمېر کم ښودل شوی دی.

څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې هغو والدینو/جوړو ته چې غواړي اولاد وزېږوي باید خبرداری ورکړای شي چې په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته ممکن سپرم تر لازمې اندازې کم شي، بېرته عادي حالت ته د سپرم د راتګ لپاره ۳ میاشتې اټکل کېږي، خو پرلپسې څېړنې روانې دي چې کره وخت معلوم شي او دا څرګنده شي چې دایمي زیان پېښوي او که نه».

بل لوري ته څیړونکي زیاتوي چې د کووید-۱۹ انفیکشن چې شدت غوره کړي او په روغتونونو کې بستر شوي، او هغه چې د عامو نښو په څېر وي، د سپرم ټيټيدو شمېر یې ترمنځ یو ډول وي او هیڅ توپیر نه کوي.

ددې لپاره چې ولې کووید-۱۹ ناروغي د سپرم شمېر په ټيټيدو اغیز کوي، څیړونکي وایي چې د ناروغانو د وینې سیرم کې د کرونا انټي باډيز لوړیدل د سپرم کم شوي فعالیت سره تړاو لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx