روغتیا

ټکنالوژي د ځوان نسل پر روغتیا څه اغیز کړی؟ ځواب یې دلته ولولئ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ مرغومی۱۴۰۰ل): ارواپوهان وایي چې دوی په انسانانو کې د نوي ټکنالوژي زیاتېدو سره نوی کیفیت موندلی، ددې کیفیت نوم نومو فوبیا ده، معنا دا چې no mobile phone phobia په انسان کې د موبایل نشتوالي په حالت کې لیدل کیږي، او یا د موبایل نه کارولو پر وخت لېدل کیږي چې انسان ناراحته وي.

دا کیفیت تر ټولو ځوان نسل اغیزمنوي، که چیرې پر انسان دغه کیفیت زیات شي له سترو ستونزو او خپګان سره مخ کیږي، او د چاپیریال سره یې اړیکه او دلچسپي له منځه ځي. څیړونکي دا حالت داسې بیانوي چې دغه کار د انسان عادت جوړیږي او ځان خلاصول ورڅخه ستونزمن شي.

دغه عادات او بدې پایلې يې په لاندې ډول دي:

کمپیوټر ته زیاته موده کېناستل

کمپیوټر ته زیاته موده کېناستل او دوامدار کتل د سترګو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي، دېته په طبي اصطلاح Computer vision syndrome ویل کيږي، دا هغه حالت یا ناروغي ده چې انسان ته کمپیوټر ته د اوږدمهاله ناستې څخه رامنځته کیږي، چې له امله یې انسان ته سر دردي، سترګو جال جال کېدل یا نظر خړیدل ناروغي پيدا کوي.

په کار ده چې تر لسو دقیقو ډیر کمپيوټر یا مبایل ته ونه کتل شي، هر لس دقیقې وروسته باید سترګې له شلو څخه تر څلویښت ثانیوو پورې، پورته په زور ونېول شي چې پخه تیاره په سترګو راشي او د کمپیوټر ډیسپلی هغه اثرات ترې ختم شي، همدا ډول کمپیوټر ته ډېر په غور او ځير ځیر باید ونه کتل شي او د کمپيوټر روڼتیا Brightness په نورمال حالت کې وساتل شي، نه دا چې ډیره کمه وي او ځیر ځیر کتلو مو اړ کړي او نه دا چې دومره تېزه وي چې په سترګو مو درد راولي.

د ګوتو لپاره زیان

د لاسونو کارپوهان وایي چې د کمپیوټر یا موبایل کارولو پرمهال انسان له خپلو ګوتو څخه ډېر کار اخلي، چې په طبي اصطلاح د tendonitis of thumb په ناروغۍ اخته کیدلی شي، دا د ګوتو دننه هډوکو یوه ناورغي ده، چې په یو ډول استعمال سره راپیدا کیږي او ورسره د ګوتې هډوکي او مړوند کې درد، پړسوب او حساسیت رامنځته کیږي.

د کمپیوټر یا موبایل استعمال خو د ګوتو نه کارولو نه پرته ناشونې دی، نو په کار ده چې ددې استعمال پر وخت هره یوه شېبه وروسته ګوتو ته د خوځولو یا نیغې او کات کولو په واسطه ورزش ورکړل شي.

د ملا او غاړې دردونه

د کمپیوټر استعمال د څو دقیقو خبره نه وي، اکثره خلک په ساعتونو ساعتونو کمپیوټر ته ناست وي او کار کوي، چې پایلې یې خطرناکې ثابتېدلی شي، او ورڅخه د ملا او غاړې تلپاتې دردونه رامنځته کیږي، او همدا ډول د غاړې شاتنۍ برخې هډوکو او عضلاتو کې ستونزه رامنځته کیږي چې بیا یې له عملیاتو پرته درملنه هم ناشونې وي.

ددې لپاره څیړونکي وایي چې څومره شونې وي باید د کمپیوټر کار په ولاړه ترسره شي. خو لکه څرنګه چې د کمپیوټر استعمال له ناستې پرته ناشونې دی، باید هر نیم ساعت یا زیات نه زیات یو ساعت وروسته انسان له خپل ځایه پاڅیږي، له ملا او لاسونو (اوګو، څټ، غاړې) ستړیا وباسي او یو څو قدمه هم واخلي.

تر ډېره وخته ناسته

ښکاره خبره ده چې د کمپیوټر، ليپټاپ او موبایل د کارولو پرمهال د ټکنالوژي او په ځانګړي ډول یو شمېر ټولنیزې رسنۍ او ویبپاڼو سره ډیر تړاو او اشنایي پيدا کیږي، چې زمونږ د لس دقیقو کار په یو ساعت کې هم سر ته نه رسیږي، نو له همدې کبله زیاته ناسته هم یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي، لکه د زړه ناروغي، شکر او کولیسترول زیاتېدل.

د لیپټاپ غلط استعمال

د ليپټاپ استعمال د ارامتیا لپاره په څو ډولونو ترسره کیږي، څوک یې مخې ته ږدي، څوک په میز، څوک غیږ کې او یا یې په غزولو پښو ږدي او کاروي يې، د ليپټاپ استعمال په پښو کیښودلو سره د پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي، چې په طبي اصطلاح ورته Erythema ویل کیږي. دا د پوستکي رنګ بدلوي او یا په کې ټاپې راپيدا کوي، ځکه چې د لیپټاپ څخه وتلې هوا ګرمه وي او بدن ته له اندازې زیات ګرموالی رسوي چې ورسره پوستکي کې تلپاتې ټاپې رامنځته کیږي او یا داسې ښکاري چې سوزېدلی وي.

همدا ډول د غږیز او یا ویډیو پورته اواز اورېدلو سره غوږونو ته زیان زسیږي، په غوږ کې د اواز اورېدنې او تمرکز ساتنې مادې وړتیا کمزورې کوي، د ډاکټرانو د وینا پر اساس باید په غوږیو کې نیمه درجه یا هم له دې کم اواز وغږول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx