نظــر

اشرف غني څه ډول تېښته وکړ؟

رپوټ: انیسه شهید

ژباړه: رحمت الله فیضان

د ژباړن لنډ یادښت:
(دا هغه پوښتنه ده چې د هر افغان په مغزو کې تاویږي، دې پوښتنې ته د انیسې شهید په نامه یوې افغان ژورنالستې ځواب موندلی او د (فرار از میدانچه ارگ) تر عنوان لاندې یې یو رپوټ پرې ترتیب او خپور کړی دی، دا رپوټ د کیسې په شکل د ملي امنیت د یو غړي همدا راز د پي پي ايس یا د ولسمشر د ځانګړي ځواک د دوو تنو غړو په استناد لیکل شوی.

ما دا رپوټ پښتو ته ځکه وژباړه ترڅو هغه افغان ځوانان چې له فارسي ژبې سره کامل بلدیت نه لري او د اشرف غني او د ده د ملګرو له مکارانه تیښتې اود تېښتې له واقعیت څخه خبر نه دي؛ خبر شي.
***
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه له ارګ څخه د اشرف غني د تېښتې رپوټ مې د پي پي ايس د یو مهم غړي، د ملي امنیت د مهم غړي او د پي پي ايس له یو تن سر تیري سره په حضوري مرکو سره چمتو کړی دی، مصاحبه شویو کسانو ونه غوښتل چې نومونه یې واخیستل شي، دا لومړی ځل دی چې د اشرف غني د حکومت امنیتي مقامات دده د تېښتې په اړه خپله چوپتیا ماته وي.
د پي پي ايس غړي( په ارګ د ولسمشر ځانګړی ځواک).
د زمري په ۲۴مه د سهار په ۷:۰۵ بجې یې( د پي پي ايس د غړي) شخصي موټر له شش درک څخه د غزني د دروازې پر لور حرکت وکړ، یوه ډله پوځيان چې تل به د امنیت په خاطر همالته ولاړ ول د ده موټر دروي (د پی پی ايس غړی)ترې پوښتني: تاسو ما نه پیژنئ؟ څه خبره ده؟ زه تل تګ را تګ کوم، پوهیږئ چې هیڅوک نشي کولی زموږ پر مدیریت محدودیت وضعه کړي.

د غزني په دروازه کې ولاړ پوځي منصبدار ځواب ورکوي (نن ورځ ارګ ته د هیڅ دولتي او شخصي موټر د ورتګ اجازه نشته ) (د پي پي ايس غړي) په تعجب سره ترې پوښتي ولې؟.

پوځي افسر ورته وایي: (نه پوهیږم د کوچي صیب امر دی چې هیڅ دولتي او شخصي موټر ته اجازه مه ورکوئ چې ارګ ته داخل شي، که غواړي نو مخابروي اړیکه به ونیسم ؟).

(د پي پي ايس غړي له لوري) په ځواب کې ورته ویل کیږي چې ریس درته ویلي بیا نو سمه ده.
جنرال کوچي په ارګ کې د ولسمشر د ځانګړو محافظتي ځواکونو مشر و، دغو ځواکونو د پي پي ايس په نامه سره شهرت درلود.

د(پي پي ايس غړی )له خپل موټر سره لږ وړاندې ځي، د پی پی ايس د استخباراتو له مدیر سره چې بريالی واحدي نومیږي او شخصي دوستي هم ورسره لري اړیکه نیسي او پوښتنه ترې کوي: ( واحدي صیب سرتیری له موټر سره اجازه نه را کوي علت څه دی؟څه وکړم ؟) بریالی واحدي په خندا ورته وایي:(ښايي ته هم غواړې تیښته وکړې …)(پي پي ايس غړی) جدي کیږي په ځواب کې ورته وایي( چېرته و تښتم، تښتک نه یم.
یعنې څه؟
ته خو ما نه پيژنې؟
خبره څه ده؟
څه پیښه را منځته شوې؟).
واحدي په ځواب کې ورته وایي: (نو چې تېښته نه کړې نو موټر دې یو ځای ودروه او دفتر ته پلی راشه).
(د پي پي ايس غړی) په منډه د شهرنو لور ته ځي، هلته د موټرو تم ځای تړلی. خلک لالهانده دي، یو شمېر پلورنځي تړل شوي، بیا د تایمني مخکیني څلور لارې خواته ځي، موټر دروي او په یوه ټکسي کې د زنبق څلور لارې ته ځي، له هغه ځایه پیاده ارګ ته روانیږي. د ارګ منځ کې د پي پي اس یو شمیر سرتیري په لالهانده حال کې ورته وایي:(طالبان کابل ته داخل شوي دي )دی په ځواب کې ورته وایي:
(مهمه نه ده موږ پنځه شپږ زره تنه یو.
زیات شمیر تجهیزات لرو.
د B کنډک
لسم ریاست
د ګارنیزیون حمایوي لواء او هغه مدیریتونه چې له موږ سره کار کوي، ټول شته شپږ میاشتې چې ارګ کې محاصره پاته شو بیا هم له ځان څخه د دفاع توان لرو، کافي ځواکونه او تجهیزات لرو موږ له څه ووېریږو؟ موږ هرڅه لرو جګړه به وکړو)، په دې خبرو سره خپلو ملګرو ته روحیه ورکوي.

(پي پي ايس غړی)د پي پي ايس ۱۶مدیریت ته ورځي، هلته هم لالهاندي ده، له زینو څخه لاندې د (ملي توحید مرکز) ته ورځي د ولسمشر ورځنی مهالوېش ګوري، د نورو ورځو خلاف ولسمشر یوازې یوه ناسته لري. په تعجب سره له ځانه سره وایي: عجبه ده! نن ولسمشر ولې یوازې یوه ناسته درلوده؟

ولسمشر له لسو تر لسو او پنځه څلویښت دقیقو پوري د ملي امنیت له مشاور حمد الله محب، د چارو د لوی ریس فضل محمد فضلي، د استراتژیکو اړیکو له مسول وحید عمر سره لیدنه کوله.
د توحید له ملي مرکز څخه راوځي په انګړ کې سګریټ لګوي، وحید عمر د رسنیو له دفتر څخه راوځي وحید عمر دده د پلار ملګری و له ده سره یې هم ښې اړیکې درلودې ورنږدې کیږي ترې پوښتني: (عمر صاحب څه پیښ شوي؟ دا څه بې نظمي ده؟خلک پریشانه دي)

وحید عمر ورته وایي: نه نه هیڅ خبره نشته، موږ او تاسو هم یو، له ریس صاحب سره مې خبره کړې هیڅ نشته، هر څه عادي دي)وحید عمر بیرته خپل دفتر ته ځي تلیفوني اړیکې او پیغامونه شیبه په شیبه زیاتیږي ضد او نقیض خبرونه را رسیږي د مثال په ډول(د پلچرخي زندان مات شو) (طالبان کمپنۍ ته راورسیدل)(په کوټه سنګي کې ترافیکو تیښته وکړه).

د پي پي ايس ریس جنرال قاهر کوچی د سهار له لسو تر یوولسو بجو، یو هډور عرب د حرم سرای لورته بیایي، سر تیري په تعجب سره یو بل ته ګوري، د مېلمنو لارښوونه د ځانګړو ځواکونو د قومندان دنده نه وه، هیچا ددې میلمه له راتګ څخه اطلاع نه درلوده چې څوک دی/د دې میلمه له هویت څخه چاته مالومات نه و. د پي پي ايس د اصولو او قواعدو خلاف، کوچی عرب میلمه چې اوږد سپین لباس یې پر تن او چلتار یې تړلی و په حرم سرای کې ولسمشر ته ورولي.

شیبه وروسته وحید عمر ډېر لالهانده په داسې حال کې چي یو بکس یې په بغل کې و د ګلخانې له ماڼۍ را وځي، رنګ یې سور شوی او ډیر وارخطا دی، له وحید عمره پوښتنه کوي: عمرصاحب کومه خبره ده؟
وحید عمر په ځواب کې ورته وایي: (فکر کوم د افغانستان مسئله نوره ختمه ده). بیا پوښتنه ترې کوي (اوس چېرته روان یې؟)
وحید عمر ورته وایي: ( هرڅوک یوې خوا ته ځي، نوره خبره خلاصه ده).

لس پنځلس دقیقې وروسته له سوق او ادارې څخه په مخابره کې غږ کیږي: (د غزني له دروازې او زمبق څلور لارې دوه موټران را روان دي پیسې پکې دي) [موټرانو کې پیسې دي]هر څومره کسان چې وي [په موټرو کې ناست کسان چې هر څومره وي]موټرانو ته اجازه ورکړئ.

ممانعت یې مه کوئ، ددې غږ له اورېدو وروسته د ریاست دفتر اداري کارمندان، د چارو د ادارې کارمندانو او د رسنیو د دفتر مامورینو په تېښته پیل وکړ، ډیره سخته وېره او بې نظمي په ارګ کې پیل کیږي. د ارګ ټولو کارمندانو په تیښته پیل وکړ او هر یوه هڅه کوله چې له ارګ څخه ووځي، د پي پي ايس د سوق او ادارې له لوري اضطراري حالت اعلامیږي او ټولو ته دستور ورکول کیږي چي وضعیت کنټرول کړي، ترڅو څوک له ارګ څخه کوم شی ونه باسي، د کارمندانو تلاشي دې پیل شي. د پي پي ايس ټول سرتیر د تیار سئ په حال قرار نیسي.

د مصؤنیت قریب پیغام:
د ولسمشر د مصؤنیت قریب د ځانګړي کړۍ له لوري ورته پیغام رسیږي: (چېرته یې)؟

ځواب ورکوي:(دلته، له دفتره بهر) مدیر بیا پيغام ورته استوي ( زما په خیال سړی تښتي )
دی بیرته ورته لیکي (فکر نه کوم چې وبه تښتي، تاسو چېرته یاست ؟)مدیر بیا ځل لیکي(دوه موټره له پیسو بار را ورسیدل ګلخانې لاندې ولاړ دي، موږ ته یې د تیار سئ امر کړی، د دلکشا ماڼۍ څنګ ته د میدانچې پر لور مو حرکت وکړ )
د مصؤنیت قریب مدیر ته لیکي:(که کومه خبره شوه ووایه، فکر نه کوم چې تېښته به وکړي.
شېبه وروسته د تمې خلاف اووه، اته موټرانو د میدانچې پر لور حرکت وکړ.

د پی پي ايس غړی بیا د مصؤنیت قریب مدیر ته پیغام استوي:(ولې موټران زیات دي، موټران باید څلور دانې وي؟.

د مصؤنیت قریب مدیر ورته ځواب کې لیکي:(هه هه ههه، نور له پیسو ډک دي.)
درې چورلکې په میدانچه کې منتظرې دي، پیلوټان او حمایوي افراد په دوو چورلکو کې پیسې ځای پر ځای کوي، ولسمشر، فضل محمود فضلي، حمد الله محب، جنرال قاهر کوچی، ډاکټر یادګاري، د ولسمشر روغتیا پال ډاکټر، وحید عمر، محمد رفیع فاضل، سید مقیم عبدالرحمن زی او څو تنه نور د مصؤنیت قریب له ۱۲ تنو سرتیرو سره په چورلکو کې سپریږي.

چورلکې چالانیږي، خو د ارګ د هوایي کنډک قومندان رحمت الله اصولي چي د ولسمشر د چورلکې پيلوټ هم دی ولسمشر ته وایي: (د چورلکو بار زیات دی، پرواز له خطر سره مخ کوي، له دې وزن سره نشو کولی چې پرواز وکړو.)

یو نفر چې په زیات احتمال سره جنرال کوچی به و غږ وکړ( تر هوایي ډګره فاصله کمه ده، پرواز وکړه) اصولي بیا ټینګار کوي:(له دې بار سره الوتنه ممکنه نه ده ، زه دا خطر نشم قبلولی)
همدلته یو شمیر پیسې او د مصؤنیت قریب له اتو تنو ساتوونکو سره ښکته کوي الوتکې بیرته چالانیږي.
فضلي ډير وارخطا دی، وایي: ښایي نه دا الوتنه ونشي نه هاغه)
بیا هم د هوایي کنډک مشر رحمت الله اصولي وایي: ( باید د چورلکو بار نور هم کم شي وزن نه دی سپک شوی) بیا د مصؤنیت قریب سرتېرو ته چې په میدانچه کې د موټرانو ترڅنګ ولاړ دي ور غږ کیږي، سرتیري په چورلکو د یو نیم لنډکروزر په اندازه پیسې را ښکته کوي او په موټرو کې یې باره وي، چورلکې الوتنه کوي.

سرتیري او د ولسمشر د موټرانو ډریوران چې په ډېره ناهيلي او پریشانۍ د میدانچې په انګړ کې پاته کیږي، تصمیم نیسي چې پیسې خپلو کې سره وویشي، موټران له میدانچې څخه پارکنګ ته بیایي او د پارکنګ دروازه ځان پسې تړي او د پيسو په وېشلو پيل کوي.

یو په موټر کې، بل په بکس کې، بل په جامو کې او لاسي خلتو کې خپلې برخې ځای پر ځای کوي،(د پیسو له وېشلو) وروسته د پارکنګ در وازه پرانستل کیږي.

د ولسمشر ځانګړي لنډکروزران په ډېره چټکۍ سره د ذمبق څلور لارې او د غزني دروازې پر لور حرکت کوي د ذنبق په څلور لاري او غزني دروازه کې نور موټران منتظر دي، د ولسمشر له ځانګړو موټرانو څخه ښکته کیږي او په دغو موټرانو کې تېښته کوي.

د ارگ سوق او اداره متوجه کیږي چې ځینو کسانو له ارګ څخه څه و ایستل خو وخت تیر شوی و.

یو څوک پخواني ولسمشر حامد کرزي ته خبر ورکوي چې محمد اشرف غني او جنرال کوچي تیښته وکړه دولت بې برخلیکه پاته دی. حامد کرزی د پي پي ايس له اپراتیفي مرستیال عبدالاحمد محمدي سره اړیکه نیسي ورته وایي ترڅو وضعیت روښانه کیږي د پي پي ايس مسؤلیت پر غاړه واخله.

محمدي د پي پي ايس سرتیرو ته وایي (ولسمشر، محب، فضلي او کوچی تللي، موږ او تاسو به خپل کار ته په عادي ډول ادامه ورکوو ترڅو وګورو چې څه کیږي.

له دې سره سره بیا هم د ارګ کنټرول ناشونی و، هغوی چې په ارګ کې پاته ول هغوی د ارګ له مختلفو څانګو څخه د پیسو په لوټلو پیل وکړ.

دوه تر دوه نیمو لکو ډالرو پورې د اوپراتیفي ریاست پیسې د قاهر کوچي د ملګرو لخوا ولوټل شوې او د موټر په وسیله انتقال شوې، پنځه سوه زره ډالره د حمد الله محب له دفتره یو وړل شول، د څو بانکونو د ايي ټي ايم ماشینونه مات شول، پيسې یې بهر ته را وغورځول شوې، څو تنو سرتېرو هڅه وکړه چې دا پیسې بیرته را غونډې کړي چې د سلو زرو ډالرو په راغونډولو بریالي شول او په هاموي موټر کې یې ځای پر ځای کړل، دغه موټر له پیسو سره د طالبانو لاسته ولوېد.

د مازدیګر له څلور نیمو بجو وروسته د غزني د دروازې له لوري یو شمیر وسلوال راغلل سرتیرو ته یې وویل چې تسلیم شئ او خپلې وسلې پرځمکه کیږدئ.

سرتېرو له سوق او اداره څخه هدایت وغوښت خو څوک نه وو چې هغوی ته هدایات ورکړي، د محمدي مخابره ګل وه، د پي پي ايس منصبدار جنرال اشرف نبي زاده په مخابره کې غږ وکړ(چاته د داخلیدو اجازه مه ورکوئ زما په خیال محمدي هم تللی).

یوه ګړۍ وروسته سرتېرو بیا غږ وکړ:(مسلح کسان زموږ پر لور ډزي کوي څه وکړو؟)
هیڅوک نه وو چې سرتیرو ته هدایت ورکړي.
سرتېرو وویل: (موږ خپلې وسلې پرځمکه ږدو او پر خپله مخه ځو څوک نشته چې مسؤلیت پر غاړه واخلي).

د ماښام اووه بجې او څلویښت دقیقې سرپرست وویل: (شپږ نفره نوکریوالان دې ارګ کې پاته شي نور دې شخصي جامې واغوندي، وسلې دې کیږدې او خپلو کورونو ته دې لاړ شي.

(پي پي ايس غړی) له یوې نړۍ غم او غوسې سره پرته له دې چې خپلې جامې بدلې کړي له خپلې وسلې سره د زمبق څلور لارې پر لور حرکت کوي، په څلور لارې کې څو تنه طالبان ولاړ دي، ده باور درلود چې تریخ چلند به ورسره وکړي خو هغوی ورته د تګ اجازه ورکړه.

د ملي امنیت د مهم غړي (کیسه):
د اشرف غني تېښته مخکې له مخکې پلان شوې وه، حمد الله محب او فضل محمد فضلي د تېښتې پلان جوړ کړی و خو د تېښتې ورځ او ساعت یې معلوم نه و.

ملي امنیت داسې معلومات تر لاسه کړي وو چې د نظام له ړنګیدو وړاندې یوه الوتکه د کابل په هوایي ډګر کې پارک شوې وه او د ولسمشر د ځانګړو ځواکونو له لوري یې امنیت نیول شوی و، هیڅ چا اجازه نه درلوده چې دې الوتکې ته ور نږدې شي.

ټاکل شوې وه (ولسمشر)چې د تېښتې پر ورځ د چورلکو په واسطه تر هوایي ډګر پورې لاړ شي له هغه وروسته د همدې ساتل شوې الوتکې په مټ له افغانستان څخه ووځي، خو په هوایي ډګر کې د بې نظمۍ له امله ونه توانید چې ددغې الوتکې په واسطه له افغانستان څخه ووځي.

ولسمشر پر دوو او پنځه څلویښت دقيقو د ملي امنیت له رئیس او د کورنیو چارو له وزیر سره اړیکه نیسي، هغوی ته هدایت ورکوي چې په ښار کې د غلا، بې نظمۍ او فرصت طلبو اشخاصو مخه ونیسي، هغه په خپله اړیکه کې ډاډ ورکړ چي تر دوو اونیو پورې طالبان کابل ښار ته نه داخلیږي.

بې نظمۍ د کابل ښار کې زور واخیست بل اړخ ته ځواکونه سره وپاشل شول، حتی د یوې وړې بې نظمۍ د مخنیوي په موخه هم کافي ځواک موجود نه و.

د اشرف غني له تلیفوني اړیکې یو ساعت وروسته خبر راورسید چې ولسمشر هیواد پرېیښی د مقاومت لپاره هیڅ لار نه ده پاتې.

اشرف غني د خپل حکومت په ورستیو میاشتو کې هیڅ مهمه موضوع له ملي امنیت سره نه شریکوله، د مثال په ډول:
د ثور میاشتې په څوارلسمه د بریتانوي قواوو له مشر سره ملاقات او همدا راز د پاکستان له لوی درستیز سره د لیدو کتو په اړه معلومات د ملي امنیت په واک کې نه دي ورکړل شوي او نه هم د هغه وخت د ملي امنیت رئیس ته په دغو لیدونو او ناستو کې برخه ورکړل شوې وه او نه په دې اړه هغه ته کوم مالومات او ریپوټ ورکړل شوی و.

د ملي امنیت د غړي په آند چې د هماغو بندو دروازو ترشا په لیدنو او ناستو کې د افغانستان دوسیه وتړله شوه او دغه ملاقاتونه د اشرف غني له تیښتې سره بې اړیکې نه دي.

د پي پي ايس د سرتیري (د سترګو حال):
د ولسمشر د نږدې کړۍ یو سر تیري ته چې دا مهال په رخصتۍ کې دی زنګ وهل کیږي، ورته وایي: (ولسمشر دفاع وزارت ته ځي، ژر راشه)، په داسې حال چې کابل ته د طالبانو د داخلېدو پیغامونه یو پر بل پسې را رسیږي او ښار کې بې نظمي وه، له باغ بالا څخه پياده ځان ارګ ته رسوي.

هدایت راغلی چې د میدانچې لورته لاړ شي، ولسمشر، لومړۍ میرمن، حمدالله محب، فضل محمود فضلي، د ولسمشر د یاور مرستیال سهراب او د ولسمشر یاور شمس، په چورلکو کې سپاره شوي.

د چورلکو په الوتلو سره سرتیري پوه شول چې چورلکې د دفاع وزارت لور ته نه ځي بلکې ولسمشر تښتوي، د پي پي ايس یو شمیر سرتیري هم په چورلکو کې سپاره ول خو هغوی ته وویل شول چې د چورلکو د زیات وزن له امله باید ښکته شي. هغوی هم له مجبورۍ ښکته شول.

د چورلکو له الوتلو وروسته د پي پي ايس سر تیري چې په میدانچه کې وو د ارګ د خروجي دروازو پر لوري وخوځيدل ترڅو له ولسمشري ماڼۍ څخه ووځي، د خروجي دروازو ساتونکو د هغوی د وتلو مخنیوی کاوه، غوښتل یې چې ډزې پرې وکړي، د پي پي ايس سرتېرو ورته وویل: د دوی دنده د ولسمشر ساتنه ده اوس چې هغه نشته نو د دوی دنده هم پای ته ورسیده باید خپلو کورونو ته لاړ شي.

د دغو سرتیرو له ډلې یو شمیر د امریکا د سفارت د دروازې پر لور لاړل خو هلته هم څوک نه ول چې خبرې ورسره وکړي، نو مجبور شول چې د خپلو کورونو لار پرمخه ورکړي.

د پي پي ايس یو شمیر نور سرتیري بیا له ارګ څخه ونه وتل، بلکې مستقیم په میدانچه کې د ولسمشر یاورانو، منګل او خیبر ته ورغلل چې تر اوسه لا د ارګ په انګړ کې ولاړ ول، یو سر تیري د اشرف غني یاورانو ته وویل: (ټول لاړل موږ څه وکړو؟)له یاورانو څخه یوه ځواب ورکړ(صبر وکړئ چې د ولسمشر( حامد کرزي) له کوره څخه زنګ( پيغام ) راځي .)

طالب قومندان عبدالقیوم ذاکر د حامد کرزي له دفتر څخه اړیکه نیسي وایي: ( له تاسو سره هیڅ کار نه لرو، وړاندې تر دې چي جنګ او خونریزي را منځته شي، یا چور او چپاول را منځته شي خپلې وسلې پرځمکه کیږدئ، ارګ راته تسلیم کړئ، تاسو ته به تعهد پاڼې درکړو هیڅوک به له تاسو سره کار نه لري او نه به درته ستونزه جوړوي.

د پي پي ايس سرتیري له یوې نړۍ غم او غوسې سره یو ځای خپلې وسلې په خپلو استوګنځایونو کې ږدي له ارګ څخه وځي، په اتو بجو د ارګ کنټرول د طالبانو لاس ته لویږي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

دا ډول راپورونه کولای شي د مسئلې ظاهري بڼه یو څه روښانه کړي، خو چندان کره والی نلري او نه باید پاملرنه ورته وشي. دا ډېره مهمه مسئله ده او داسې په داسې سادګۍ سره نشي توضیح کېدلای. د دې مسئلې د توضیح لپاره ډېرو معتبرو منابعو ته اړتیاده نه د یو څو تنو ساتونکو خبرو ته. دا چې پټ څه تېر شول، څه ډول وشول، ولې وشول، دا ټولې خبرې مهمې مسئلې دي چې وروسته به روښانه شي. نن احمد ولي مسعود ویلي چې اشرف غني ورته ویلي وو چې: داسې به مو ورک کړم چې پته به مو… نور لوستل »

Karwan

احمدولي مسعود فاشيست او دهغه ټوله کورني او دشوراي نظار ټول فاشيستان، قومپرستان، تبعيض کونکي بايد په دي پوه شي، چه ددي ستر ملت سره مو پوره جفا وکړه او نور مو له افغانستانه تر ابده پوري مخ تور دي
تاريخ تاسي ټول محکوم کړي ياست. په ملت کي نور دوستان نلري او ټول ملت مو دوښمن دي! ځکه تاسي د ملت سره ستره دوښمني وکړه. هر چيري چه ورک ياستي، الله مو خوار او ذليل لره، امين ياربالعلمين. کاروان

افغان

هو باید تحقیقات وشي خو دا مالومات هم د تیښتي په مقدماتي برخه کې بي اثره نه دي

افغان

قدرمن محمد صیب اشرف غني داسي تیښته وکړه چي د تښتي اسناد یې هم ورسره و تښول د اوس لپآره د ده نژدي ساتونکې تر ټولو بهتریني منابع دي .
مننه

محمد

قدرمنو! زه د هېچا بې دلیله او ړوند پلوی نه یم. نه د اشرف غني او نه د طالبانو. خو په هره ملي مسئله کې چې د دې هېواد په ګټه تر سره کېږي، زه یې د وجدان او هېواد پالنې د احساس له مخې د دوی پلوي کوم. د اشرف غني دا تېښته ماته تر هغه مقاومت څخه ښه ښکاري چې د یوې خوا اشغال پر ځای وای، ټول لنډغر او هېواد پلورونکي په واک کې پاتې شوي وای، د بلې خوا څخه کابل یو ځل بیا په ایرو بدل شوی او په سلهاوو پکې وژل شوی وای. نو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x