افغانستان

ټرانسپورټ وزارت: د هوايي ډګرونو د کنترول لپاره بهرنیو شرکتونو سره د ملي ګټو په تناظر کې تړون لاسلیک کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وايي، له قطري او ترکي شرکتونو سره یې د پنځو هوايي ډګرونو د کنترول په هکله د ملي ګټو په تناظر کې خبرې پيل کړي دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ولاړې الوتکې او تخنیکي وسائل د یادو ځواکونو لخوا ویجاړ کړل شول، چې ورسره یاد هوايي ډګر له فعالیته ولوېده.

دا مهال کابل کې د قطر او ترکیې یو ګډ پلاوی راغلی ترڅو د افغانستان د هوايي چلند ادارې چارواکو سره د کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او خوست په ګډون د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د بیرته فعالېدو او تخنیکي ادارې په هکله خبرې او بحثونه وکړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، دوی هڅه کوي د ملي ګټو په تناظر کې یادو شرکتونو سره توافق ته ورسیږي او په خبره یې که چیرې ملي ګټې په کې مراعت نه شي نو بیا تړون نه کوي.

نوموړی زیاتوي، ددې تړون له لاسلیک وروسته به د هېواد پنځو لویو هوايي ډګرونو څخه په ۲۴ ساعته توګه د نړیوالو الوتنو آسانتیاوې برابرې شي.

احمدي وايي، په اوس وخت کې زمونږ هوايي حریم تړلی دی، له افغانستان څخه عبوري الوتنې نه کیږي او دا کار به پیل کیږي، د ټاورونو او نورو تخنیکي برخو کې له قطري او ترکي شرکتونو سره تړون کیږي او هغوی به دا چارې پرمخ وړي.

په ورته مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر رئیس عبدالهادي حمدان بیا وايي، چې دوی هرډول الوتنو ته چمتووالی لري، البته لږې ستونزې شته چې ددې تړون له لاسلیک وروسته به هغه هم حل او هرڅه به عادي حالت ته راوګرځي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې د افغانستان په هوايي حریم باندې په کلني ډول د ۹۵ زره عبوري الوتنو له درکه ۶۶ ملیونه ډالره د هېواد خزانې ته راتلل، چې له بهرنیو شرکتونو سره له تړون وروسته ښايي دغه بهیر یوځل بیا پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx