اقتصادنظــر

راځئ چې مالي تحریمات داسې ختم کړو!

امین وردګ

مغروره کیږو به نه! له کفري نړۍ څخه مو لا په پوره توګه جګړه نه ده ګټلې؛ ځکه چې جګړه په دوه ډوله ده: فکري جګړه او فزیکي جګړه؛ چې اولې ته یې سړه او دویمې ته یې توده جګړه ویل کیږي.

بیا هره یوه یې څلور اساسي ابعاد لري! لکه: کلتوري، سیاسي، نظامي او اقتصادي.
په دریو بُعدو کې دواړه جګړې یو ډول دي ، مګر په نظامي بُعد کې بیا یوازې دومره توپیر سره لري چې؛ په توده جګړه کې مخالف لوري نېغ په نېغه سره نښلي او په سړه کې بیا له غیر مستقیمو لارو دښمن وهل کیږي (یعنې د بل پر مټو) لکه پخواني رهبران چې (د کابل له فتحې وروسته) د پردیو په نغوتو! یو بر سره وخوړل.
په هر حال…یعنې د دواړو جګړو ابعاد ټولټال آته (۸) راغلل! چې موږ یې اوس یوازې یو ( هغه هم د تودې جګړې نظامي) بُعد ګټلی او په نورو اوو ابعادو کې لا پاتې یو ! ګورو به چې بریالي به شو، که مات؟

نو راشئ چې په ټولو سره دا پاتې اووه بُعده هم وګټو!
خو تر ټولو مهم یې فعلاً اقتصادي او سیاسي ابعاد دي.
د نورو ابعادو بحث بیا بل وخت ان شاءالله! خو اوس به راشو په اقتصادي بُعد کې یوازې مالي برخې ته!
له کله نه چې کفري نړۍ د مسلمانانو ستر زعامت (عثماني خلافت) چپه کړ، نو د فکري تمرکز هدف یې فقط مالي برخه و ګرځوله.
کرنسۍ یې کاغذي کړې او د چاپ اختیار یې په خپل لاس کې واخیست.
بانکي سیستم یې رامنځته او د خزانې نوم یې ختم کړ.

اوس نو د کرنسیو اعتبار د دوی په لاسو کې دی! چې څه رقم یې زړه غواړي هغسې یې اړوي.
دا بحث هم یو کتاب خبرې او په سلګونو دلائل لري خو موږ یې را لنډوو!
که موږ وغواړو چې مالي استقلال تر لاسه کړو؛ نو کولای شو! خو هغه داسې: موږ باید خپله کرنسي له کاغذ نه فلزاتو ته واړوو! یعنې بېرته پخوانۍ مړې سیکې را ژوندۍ کړو.
موږ باید په راکړه ورکړه کې فلزي سیکې او اجناس وکاروو.

کولای شو چې له الماسو، سرو زرو، سپینو زرو، میسو، برنجو، جستو، آلمونیمو او داسې نورو… قیمتي فلزاتو څخه سکې جوړې کړو، همداراز له قیمتي غمیو څخه کار واخلو لکه: له یاقوتو، زمرودو، لاجوردو، فروزو، عقیقو او داسې نورو… څخه.

دا منو چې دغه کار نسبت کاغذي کرنسیو ته سخت دی، مګر مالي تحریمات مو بیا نه شي ځپلای.
دا کار مو ځکه له مالي تحریماتو څخه ساتي ؛ چې یاد اجناس هېڅکله هم خپل قیمت له لاسه نه ورکوي.
مګر هو! په هغه صورت کې، چې صادرات او واردات مو ټول په الماسو، طلا او نقره شي.
بله او مهمه خبره چې زموږ سم نه دی ورته پام! مګر د افغانۍ ارزښت مو هره ورځ ځپي! هغه د ماشومانو مخصوص خوراکي زهریات دي!!! لکه د یوې، دوو، بیا تر لسو افغانیو پورې -په دوکانونو کې پوفک، پاپړ، مصالجات و غیره… یعنې دوی پر موږ (غیر ضروري شیان څه چې حتی) زهر پلوري او له موږ نه (په بدل کې) مېوه جات او حبوبات پېري! خو موږ ویده لاهم ویده یو.

که زموږ حکومت کومه ورځ پر ټولو غیر ضروري وارداتو بندیز ولګولو! زه یقین لرم چې نسونه به مو هم ماړه شي ان شاءالله.
غټ دبنګ به خپل ګلالی ماشوم تر لاس نیولی دوکان ته کوږ -کوږ را روان وي، دوکاندار ته به وایي: ((زما زوی ته خو د لسو افغانیو سلانټي ورکړه )) بیا به نو دا غړنګه هم پسې کش کړي چې: زما زوی هره ورځ پنځوس افغانۍ مصرفوي.
وا سوپړنه! ورمېږ دې مات شه چې ته هره ورځ زوی ته د پنځوسو افغانیو زهر اخلې او پیسې یې هم خارج ته لېږې.

وا ماماګیه! دا تا چې کومې پیسې دوکان والا ته ورکړې، دا د هغه نه شوې! دا تجار ته وروړي او تجار یې خارج ته لیږي؛ چې نور زهر درته را وارد کړي او ته سوپړن یې واخلې.
نو حکومتي مسؤلینو ملګرو ته مې مشوره دا ده چې: کرنسۍ فلزي کړئ، پاپړ او پوفک بند کړئ، خلک وهڅوئ چې غنم وکري؛ ان شاءالله چې ټولې مالي ستونزې به مو په راتلونکو کالونو کې حل شي.

خود به د پیسو تغیر څه ستونزې او حساسیتونه را و پاروي! مګر افغانستان به په تاریخي او بې ساري ډول مالي استقلال تر لاسه کړي ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

امین وردګ ته، د سوال په اوبه ژرنده نه ګرځی. سل یا پنځوس روپی روزانه هیڅ کوم افغان خپل ماشوم ته نه شی ورکولای.او که ور یی هم کړی ښه کار دی ،چه له د سره پیسی په دوران کی راځی. خبره ټوله له د حکومت کونکیو څخه خرابه ده،، مثال په زراعت کی ملا وزیر مدیره پوری ملا، معادن صنایع ملا وزیر تر مدیر پوری ملا.مطلب دا چه د افغانستان ملا ڼن صاحب هر کاره دی، ایا یوازی په خپل سر ملا افغانستان په پښو درولی شی؟ افغانستان ډاکتر غنی وخت ته بیرته رسول، پوره دیرش کالو کی یی دا ملایان طالیبان نه شی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx