نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

له فتحې وروسته…!«۲ برخه»

لطف الله خيرخوا

د واقعيتونو منل:

موږ ته په عين اليقين ثابته شوه، چې نړۍ په عسکري لحاظ زموږ هېواد کې ماته شوه او موږ تل کوښښ کوو، چې څوک دا ستره سوبه له نظره غورځوي، پام يې ور واړوو. دا مهمه هم ده او زموږ د تاريخي ارزښتونو د لړۍ تر ټولو مهمه کړۍ ده، مګر دا هم بايد هېره نه کړو، چې پوځي صورت، د دې جګړې يو اړخ و. دا جګړه بل اړخ هم لري، چې د مرمۍ غږ نه لري، خو درد يې د مرمۍ تر ټپ زيات دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې موږ جګړه ګټو. موږ تکرار جګړې وګټلې او موږ د مسلمانانو په توګه يوازې جګړې ګټلې نه دي، موږ انتخابات هم وګټل، موږ جرګې هم وګټلې، مګر موږ نظام قايم نه کړی شو. دا د غور خبره ده. موږ د مسلمانانو په توګه په خپل هېواد کې د روسانو پر ضد جګړه وګټله، موږ د مسلمانانو په توګه په مصر کې انتخابات وګټل، موږ په تونس کې پارلماني انتخابات وګټل، موږ له تاجکستان سره جرګه وکړه او په نظام ور ګډ شوو، خو نظام څه شو؟ همدا لامل دی، چې په عموم کې د «سياسي اسلام» د ماتې نغاره هم وهل کيږي.

يوه ستونزه، چې موږ يې د اسلامي حرکت په ډول په کور دننه نه لرو، د مخالف نظامي ځواک هغه ده. موږ دا ستونزه نه لرو. په نورو اسلامي هېوادونو کې دا ستونزه هم لومړي سر کې ور اضافه ده او ډېر کرت اسلامي حرکتونه تر هر څه له مخه د مخالف نظامي ځواک له امله له ماتې سره مخ کيږي. دا د ماتې «يو» لامل دی. د اسلامي نظام د نه قايمېدو ډېر لاملونه نور هم دي، چې موږ بايد ورته د نظام په توګه متوجه شو.

په مخالف نظامي ځواک پسې دوهمه ستونزه، دا وي، چې اسلامي حرکتونه په کور دننه پر ملي محورونو د پرګنو په راټولولو کې تغافل کوي. موږ په کور دننه داسې نور محورونه هم لرو، چې د خپلې مسلمانې خاورې ټولې پرګنې پر خپل نظام راټولې کړو او دا د ستونزو لرې کولو دوهم ستر ګام دی. موږ بايد په کور دننه په ملي کچه هېڅ ستونزه ونه لرو او که يې ولرو، داسې ستونزه بايد نه وي، چې د حراب دليل وګڼل شي.

موږ په فکري بُعد کې په کور دننه له خپل حرکت وراخوا داسې نور اړخونه هم لرو، چې موږ ته خوشبين وو او دي. موږ سره يې سم غم ګاللی، موږ سره يې خوشحالي شريکه لمانځلې او دوی حتماً بشري، علمي او کاري قوت لري. د هېواد د هر اړخيزې ښېرازۍ لپاره يې فکر کړی، کار يې کړی، تر يو بريده رسېدلي دي، مخکې تللي دي، زموږ د ټولنې يو واقعيت دی او موږ بايد واقعيت ومنو.

د واقعيت منلو معنا دا هېڅکله نه ده، چې موږ دې ټول واقعيتونه ومنو، بلکې بهرنی اشغال مو که د يو واقعيت په توګه وننګاوه، داخلي موافق واقعيت نه بايد د يو فرصت په توګه استفاده وکړو او ټول هغه اړخونه چې پر مشترکاتو د راټولېدو جوګه دي، ځان کې ذوب کړو. هر واقعيت خپل تعامل غواړي، دغه سمت نيول غواړي.

تر ټولو ستر واقعيت دا دی، چې موږ له خپل تاريخ او تمدن شکېدلي خلک نه يو. نه بايد نورو ته له خپل تاريخ او تمدنه د شکېدلو خلکو په نظر وګورو. له خپل، جمع ټولو شريکو جريانونو سره د عام اسلامي تصور او د اسلامي شريعت د مقاصدو پر بنسټ تعامل په کار دی. که زموږ نظام په مقاصدي بعد کې د نظام د مستحکم کولو لپاره له موافقو واقعيتونو استفاده ونه کړي، ستره اشتباه به وي.

که خدای مه کړه زموږ ظرفيت دومره ټيټې کچې ته راشي، چې په داسې سختو شرايطو کې هم د نظام په توګه په ليدلورو کې تقسيم او پراګنده قوتونه راټول نه کړی شو، دا به د اسلامي تاريخ يو ډېر نادر او ننګوونکی باب وي. بناءً، نه په ګټلو کې يوازې يو او نه بايللو کې. که مو نظام مستحکم شو، له موږ سره به زموږ ټول هغه امت ګټلې وي، چې د اسلامي نظام غوښتنه کوي او د بهرنيو د اشغال ضد فکر لري. که مو وبايلله، همدا ډول به يې ټول امت راسره بايلي او بيا به څوک د کوم ارزښت خبره راپورته نه کړی شي.

زموږ هېواد کې چې زموږ د نظام کومه خوشبيني شته، دا خوشبيني له هېواده بهر پالونکي لري. که مو خپل خوشبين خلک وپالل، د نړۍ د مسلمانو ولسونو تر منځ مو محبوبيت سترې کچې ته ځي او د ﴿هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ پوره مصداق ته به ورننوځو. څومره چې د خوشبينۍ انعکاس خپريږي، هغومره د ملاتړ دايره پراخيږي او پروردګار په اسلامي امت کې داسې معجزانه ښېګڼې ايښي، چې د دولتونو له ناکامه مو هم ژغورلی شي.

موږ که د جګړې ميدانونو کې وو، نو ډېرې لپې اسمان ته پورته وې، ډېرې سترګې هسک ته رڼې وې، ډېرې ژبې په دعاء وې، ډېرې هيلې له موږ سره وې..بالاخره زموږ جهاد که موږ خپله تنګې دايرې ته ننباسو، زموږ کمزوري به وي، که نه د ﴿فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ﴾ پر معکوس مفهوم موږ ستر امت تر شا درلود او له هر تړاو پورته يې يوازې د مسلمانۍ په تړاو راسره پاللې، زموږ لپاره يې ژړلي او زموږ لپاره خاندي. موږ څنګه کولی شو، چې ان د هغوی اخلاقي حق هم ونه پالو؟ بناءً له هر څه لومړی بايد د حنفي مېتود په انتخاب شريعت محوره دريځ غوره کړو او سليقوي وېشونو ته په کې کوز نه شو.

له هر هغه قوته بايد استفاده وکړو، چې په کور دننه يې لرو او پرېنږدو، چې قوتونه مهمل پاتې شي يا يې دښمن په کمال هوښيارتيا د ځان په ګټه وڅرخوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x