شعـــــرونه

څومره دروند انقلاب تېر شو/ عمر صديق

عمر صديق

څومره دروند انقلاب تېر شو، څه چاپې او څه بمبونه
څه وحشت کفارو وکړو څه زندان او ځنځیرونه

څومره ميندې شولې بورې، څه تنکي بچيان یې لاړل
څومره اوښکې دلته توی شوې څه ساړه ساړه آهونه

څه ګلاب ګلاب زلمي مو د باردو لمبو وسول
څه غوټۍ پیغلې شهیدې شوې بمبار څومره ودونه

څه تنکي طالبان ځار شول ښکلي دین ته صدقه شول
څه د ډورن وارونه وشول، کړل خزان یې سره ګلونه

څه زلمیان مو فدایان شول نه يې مزار شته نه مدفن شته
د رب مینه کې یې خوښ کړل څه درانه موټر بمونه

مدرسې او مسجدونه ډیر بمبار کړل کافرانو
غُلامان ورسره مله وه چې ویشتل يې ولسونه

نور مو وساته خالقه د یو بل کفر له جنګه
امارت مو راته ساته شول په امن زمونږ سرونه

د عمر صدیق له کلي د اشغال تیارې شوې ټولې
د هیواد لمن کې بل د خپلواکۍ سپین مشالونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx