نظــر

ملګرو ملتونو سازمان او دوه مخی سیاست!

عبيدالله سهاک

د ملګرو ملتونو سازمان د C.I.A او K.G.B دوهم دفتر دی. له کومې ورځې چې دغه سازمان رامنځته شوی؛ اسلامي نړۍ ښه ورځ نه ده لېدلې.

په ۱۹۷۹م کال، شوروي پوځونه د افغانستان له شمال او لویدیځ لوري د مېږیانو په څېر را وختل، پر افغانستان د برید لپاره یې هېڅ کوم دلیل نه درلود… افغانانو په غمجنو سترګو ورته کتل او ډلې ډلې اېران او پاکستان ته مهاجر شول.

ایله یوه اوونۍ وروسته م.م سازمان اعلامیه ورکړه. په اعلامیه کې ویل شوي و، چې افغانانو ته دې د خپل راتلونکي ټاکلو حق ورکړل شي، مهاجرین دې بېرته راستانه شي، شوروي پوځونه دې ووځي؛ خو په عمل کې یې نه په شوروي کوم بندیز ولګاوه او نه یې هم ورته مالي سرچینې محدودې کړې.

د یاد کال د جنورۍ په ۱۴مه د عمومي اسامبلې له ۱۸۰ غړو څخه یې یوازې ۱۰۴ غړو د شوروي مخالفه رایه ورکړه او متباقي ۷۶ تنو یې بیا هم له کوم قانوني دلیل پرته د شوروي د یرغل په ملاتړ رایه ورکړه.

د جنوري په ۲۱مه د اسلامي هېوادونو کنفرانس(OIC) پر افغانستان د شوروي یرغل پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ.

د مۍ په درېیمه نېټه د آسیایي بانک رئیس پر افغانستان د مرستو بندیز اعلان کړ.
نن چې له پوره ۴۳ کلونو وروسته افغانانو خپلواکي اخیستې، امن تأمین شوی، عدالت برقرار شوی، ځمکنۍ بشپړتیا تقریباً تضمین شوې؛ نو دغه د فاسقینو کور (م.م سازمان) د افغانانو شتمني بندې کړې، په ټول توان کوښښ کوي، چې د افغانستان عایداتي سرچینې محدودې کړي…!
په حاضره یویشتمه پېړۍ کې د دوی دغه له وحشت او حیوانیت ډک دوه مخی دریځ به حتماً د تاریخ په پاڼو کې ثبتېږي.

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د ملګرو ملتونو په جامو کې د استعماري قدرتونو د ناروا ګټو لپاره يوه استخباراتي اداره او اسلامي نړۍ د زپلو د پاره مينځ ته راغلي. او د اسلام او مسلمانانو دښمنه اداره ده. نژدې دوه مليارده مسلمانانو په شتون کې په دغه اداره کې د دايمي غړي او ويټو حق نه لري. پس دا د ملګرو ملتونو اداره نه، بلکې د غريبو ملکونو دښمنه اداره ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx