نړۍ

«موساد» د جان کیري جاسوسي کړې

نن ټکی اسیا(سه شنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۳ل): یوې جرمنۍ ورځپاڼې د اسراییلو د استخباراتي شبکې په اړه موندلې، چې د اسراییلو څارګرې ادارې «موساد» د امریکایي لوړ پوړو چارواکو چې جان کیري هم په کې شامل دی جاسوسي کړې او د هغوی تلیفونونو يې ثبت کړي دي.

یوې امریکايۍ ورځپاڼې هفینګان پوسټ لیکلي چې اسراییلي څارګرې ادارې «موساد» د امریکا سره د نېږدې اړیکو څخه په ګټه اخېستنې په امریکايي څارګرو ادارو کې یې غبرګ جاسوسان دننه کړي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې دغو جاسوسانو د امریکايي چارواکو او پوځ رازونه هم پټ کړي دي.

په ورته وخت کې جرمنۍ ورځپاڼې «دار اسپي جیل» په یوه نوي راپور کې د خپل څارګرو ادارو له قوله لیکلي چې اسراییلو د خپل مربي هېواد امریکا لپاره خورا خطرناک شوی دی او امریکايي حکومت له خوا اسراییلو ته ورکړل شوي استخباراتي وسایل اوس دوی د امریکا پر ضد استعمالوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې «موساد» په ۲۰۱۳ز کال کې د اسراییلي لوړ پوړو چارواکو په لارښوونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبرې چې د منځني ختیځ ته تر سفر مخکې يې په تلیفون کړې وې؛ ثبت کړي، څو له وخته مخکې دوی ته د جان کیري د سفر پوره مالومات وشي.

سرچینې د امریکايي څارګرو ادارو له قوله لیکلي چې دوی په دې ښه پوهېدل، چې اسراییلي څارګرې ادارې د امریکا د مهمو چارواکو جاسوسي کوي خو دوی د ځينو «لاملونه» له امله چپ پاتې دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې امریکا دومره د اسراییلو په پاللو مشغوله شوې چې خپلې ملي ګټې يې هېرې کړې دي.

د «دار اسپي جیل» د راپور په اساس د امریکا کانګرس په غزه د اسراییلو بریدونو پر مهال اسراییلو سره سره ۲۲۵ میلیونه ډالر بېړنۍ مرستې وکړې.

تېر کال په منځني ختيځ کې د امن په اړه خبرو اترو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري که څه هم تر ټولو محفوظ تلیفوني سیستم څخه نړیوالو مشرانو سره خبرې کړي دي؛ خو په ځينو بېړنیو سفرونو کې یې بیا د خپل شخصي تلیفون څخه په یو لړ حساسو موضوعاتو له نړیوالو مشرانو سره خبرې اترې کړي چې له دغې موقع څخه اسراییلو استفاده کړې.

د جرمني څارګرې ادارې په وینا د دوی د مالوماتو پر اساس د جان کیري خبرې یو اسراییلي څارګرې ادارې «موساد» ثبتې کړي او بل یا د چین او یا هم د روس څارګرو ادارو ثبتې کړي دي.

بلو پلو د امریکا څخه خپریدونکي هفینګن پوسټ ورځپاڼې د اسراییلو دغه کړنه خورا خطرناک کار بللی او په وینا یې د امریکا په صفونو کې د اسراییلي جاسوسانو شتون د امریکا ملي امنیت ته ستر ګواښ دی.

ورځپاڼې لیکلي، چې د دې هر څه مسئوله امریکا ده، ځکه امریکا اسراییلي څارګرو ادارو سره مرستې کوي او اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د فلسطین په اړه ورته پټ مالومات راټولوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې امریکا هم د نړیوالو مشرانو تلیفوني خبرې اترې ثبتې کړې وې چې له امله یې ستره غوغا رامنځته شوې وه.
افغانستان کې که څه هم د تلیفوني غږ ثبتول قانوني جواز نه لري، خو سربېره پر دې هم ټاکنیز ټیمونه د یو بل تلیفوني غږونه ثبتوي.

آن په یو کم ساري اقدام کې وړمه ورځ د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د ولسمشر د دوهم مرستیال کریم خلیلي یو غږیز کلیپ لا خپور کړ چې په ټاکنو کې يې د نوموړي لاسوهنه ثابتوله.

دوی تر دې وړاندې هم د ټاکنو د دار الانشاء رییس ضیاء الحق امرخیل او د پکتیکا والي محب الله صمیم خبرې ثبتې کړې وې او رسنیو ته یې په واک کې ورکړې وې.

د شننونکو په وینا که د امريکايي مشرانو خبرې له ثبته خوندي نه دي، نو په افغانستان کې د کریم خلیلي، امرخیل او نورو غږونه ثبتول او بیا ټولې نړۍ ته خپرول هېڅ د تعجب او حیرانتیا وړ نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x