شعـــــرونه

تحريم/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

په کوم جرم کوم قانون باندې مجرم يم
ولې ايستی دې مشروع کار کې اثيم يم

نه مې قتل، نه مې غلا کړې له چا ده
نه دښمن د کوم يو کس د چا غليم يم

څه له غواړې مې بې عدلو محکمو ته
نه اوښتی پر ديوال ستا د حريم يم

نه شرير نه فتنه ګر يم ستا په شانې
نه ظالم او نه په ظلم کې سهيم يم

خپل عيبونه دې په تور تپلو پوښي
ستا د تور تپلو پاک لا زه قديم يم

بد بويي نه دې انسان، حيوان په تېښته
مسلمان يم، زه درمل د جراثیم يم

حق زما دې سرو منګولو کې نيولی
په څه باندې او په څه سبب تحريم يم

کلي، کور، ګاونډ مې ښه يم پېژندلی
نه  و چاته پر ملا مات لکه واو جيم يم

ماته غم د کنډواله کور دې تر غاړې
تا مې پلار په بمو وواژه يتيم يم

زما د خپل د کلي کور راسره غم دی
دښمنانو زما د خلکو ته جهيم يم

چې په سخته د نومير يې ملګري کړه
خپل ولس خپل پرګنو ته په تعظيم يم

-ډيسمبر – ۲۰۲۱
متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx