افغانستان

مولوي شاه محمدشاهد لوی څارنوال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴  مرغومی، ۱۴۰۰ل): لویه څارنوالۍ وايي چې ریاست الوزرا مولوي شاه محمد شاهد د لویې څارنوالۍ د سرپرست او د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی شاهد نن د شنبې په ورځ د چارو ادارې استازي مولوي عبدالباقي او شیخ الحدیث عبدالحمید حماسي معرفي کړ.

لوی څارنوالي وايي چې د معرفي په غونډه کې مولوي شاه محمد شاهد وویل چې لویه څارنوالي به د ملت پر وړاندې مسووله او د اسلامي شریعت او قوانینو په اړه یوه بې طرفه اداره وي.

هغه زیاته کړه چې «اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یو شان پلي کیږي او په دې برخه کې هېڅ ډول استثنا نشته دی.

د لويې څارنوالۍ سرپرست د دغې ادارې له ټولو پخوانیو متخصصو، کارپوه او پاک نفسه کارکوونکو څخه غواړي، چې دندو ته حاضر او د اسلامي امارت تر چتر لاندې خپل وطن ته د خدمت جوګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

Allah knows much better than us on His works. Unfortunately, the way of running the government of the Taliban isn’t clear. Even their spiritual leaders practically the one in the Arg is speechless and the other is still missing and invisible from the people. Although, they claimed once in Kandahar but no one seen him.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx