نظــر

د سالم نقد خوندي لار

عادل عادل

په اسلامي نظام یا د اسلامي نظام په چارواکو باندې د مثبتو او رغوونکو نیوکو خوندي روش کوم دی؟

تر ټولو د مخه د الله تعالی شکر پر ځای کوم چې الحمدلله ثم الحمدلله د افغانانو د څلورو لسیزو بې ساري قربانیو بالاخره رنګ راووړ او په هېواد کې مو د اسلامي نظام د قیام ټول شرایط برابر شول.

ددې لپاره چې دا لوی تاریخي فرصت مو ضایع کړی نه وي او دښمنانو ته مو د بیا مداخلې، هرج و مرج او جګړو د بیا پیل اسباب په لاس نه وي ورکړي د ټولو افغانانو مسؤولیت دی تر څو د نظام په هر اړخیز استحکام کې هلې ځلې وکړو.

په کومو لارو؟
ایا په نظام یا حکومتي چارواکو باندې له نیوکو ډډه وکړو؟

که ځواب «هو » وي نو مانا دا چې زمونږ چارواکي او حاکمان کامل انسانان دي او د حقیقت خلاف له لغزش او خطا څخه مبراء او معصوم دي.

او
که ځواب «نه» وي نو بیا به دښمن هم له همدې کړکی د نظام په تضعیف پسې بډې رانغاړي.

د منځ او حل لاره:
دا به له امکان څخه ډېره لیرې خبره وي چې زمونږ د هېواد ټول علماء کرام به د حکومت رسمي برخه او چارواکي جوړېژي بلکه ډیری عالمان چې حتی د جهاد په کلونو کې غازیان او د مجاهدینو مشران پاته شوي، ښایي د خدای راکړي اسلامي نظام تر سیوري لاندې عادي ژوند اختیار کړي، په تدریس ، تحصیل او تحقیق کې مصروف پاته شي، نو زما وړاندیز ټولو افغانانو ته دا دی چې په اسلامي حکومت یا د اسلامي حکومت په چارواکو باندې خپلې مثبتې نیوکې د هغو علماء کرامو له لارې مطرح کړي چې په نظام یې زړه خوږېږي اما په نظام کې د رسمي شمولیت شوق او رغبت نلري.

په دې سره به له یوې خوا زمونږ او تاسو نیوکو ته د نظام د چاپلوسانو او غوړه مالانو له خوا د غرض او مرض په سترګه نه کتل کیژي بلکه د اسلامي نظام په لاټینګښت کې به موثر پرېوزي او له بلې خوا به د افغانستان دښمنانو ته دا فرصت په لاس نه ورځي تر څو زمونږ او تاسو له اصلاحي نیوکو څخه د خپلو مخربانه شیطاني موخو د تطبیق په مسیر کې بهره برداري وکړي.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

نقد چه دملایانو له مهر او ټاپی تیریږی او بیا نشریږی نو هغه بیا نقد ندی. او نه دهغه آزادی. هغه دعمر رض پالیسی ولری. خدای تعالی به ټول ښه کړی. وخت نیسی. صبر په کار دی.

غوربندي

پورته لیکنه د دین دوستو او وطندوستو نقادانو لپاره یو ښه لارښود دی.

زمونږ مثبتې نیوکې که زمونږ او تاسو پر ځای زمونږ او تاسو د کلي د امام /خطیب/استاد/قومي مشر په توسط ورسېژي تر هغه ډېرې موثرې دی چې مونږ یې پخپله ورسوو.

عبدالله مجید وردک

مننه وروره ، دی ادب او حکمت په مقتضا اوصولو ناقد مکلف دی !

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx