افغانستان

ډاکټر عبداللطیف نظري د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): په افغان سرپرستې کابینې د نویو ټاکنو په لړ کې ډاکټر عبداللطیف د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان اسلامي ا مارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو ټویټ له لارې لیکلي، چې ډاکټر نظري د هزاره وروڼو څخه دی او په اقتصاد کې ښه وړتیا لري.

ډاکټر عبداللطیف نظري د غرجستان پوهنتون رئیس او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د احمدمسعود مرستیال نوماندؤ.

نوموړي د ایران پلازمینې تهران پوهنتون د سیاسي علومو په برخه کې تر دکتورا پورې لوړې زده کړې دي. هغه له تیرو لسو کلونو څخه په افغانستان کې د لوړو زده کړو او سیاست ترڅنګ فعالیت کړی او په وروستیو کې کلونو کې یې د جنګ پای ته رسولو او سولې لپاره هم فعالیت کولو.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تردې وړاندې هم ویلي ؤ، چې ددوی کابینه ټول ګډونه ده او د هر قوم او هرې سیمې خلک په کې شتون لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظاهر شکوري

خوښ یم چی داسی ښایسته خبرونه آورم الله پاک مو کامیابه لره

ظاهر شکوري

خوښ یم چی داسی خبرونه آورم الله پاک مو کامیابه لره .

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
محترم ، قدردان ډاکټر نظري صاحب ته د نوي دندې مبارکي وايم ، او په دې اهم پست کې وزته دالله رب العزت څخه برياوي غواړم .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx