ورزش

نولس کلنو اسيا جام: د الله نور سليزې افغان لوبډلې ته لومړۍ بريا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د نولس کلنو کم عمره لوبډلې د اسيا جام په دوهمه لوبه کې عربي اماراتو نولس کلنې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې منځني لوبغاړي الله نور په داسې حال کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې لوبډله د تېرې لوبې په څېر يو ځل بيا ستونزمن حالت ته رسېدلې وه.

الله نور د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په بريا کې مهم رول ولوبوه او سليزه يې ووهله. هغه په ۱۲۳ توپونو د يوې شپږيزې او ۱۱ څلوريزو په مرسته ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز اعجاز احمد ۳۰ منډې وکړې. افغان نولس کلنې لوبډلې خپل سيال ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۵ منډې هدف وټاکه.
د هدف په تعقيب کې د اماراتو لوبډلې خپلې ويکټې پرلپسې له لاسه ورکړې او په شپاړسم اور کې يې ټول لوبغاړي په ۵۴ منذو جوړولو وسوځېدل او د ۱۴۱ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

د افغان نولس کلنو له لوري په توپ اچونه کې بلال سميع او خليل احمد ۳-۳، اظهار الحق نويد ۲ او نور احمد يو لوبغاړی وسوځوه.

د يادونې ده چې د نولس کلنو اسيا جام په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د پاکستان پر وړاندې يوازې ۵۲ منډې جوړې کړې وې، چې پاکستان ياد هدف د ۶ لوبغاړو په سوځولو بشپړ کړ.

افغان ۱۹ کلنو لوبډله به د دوشنبې په ورځ د دیسمبر په ۲۷مه نېټه د هندوستان پر وړاندې مخامخ کیږي، چې په بریا خپلولو سره به دوهم پړاو ته لار ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx