افغانستان

مبایل کارتونو باندې د مالیاتو له درکه مخابراتو وزارت یو نیم میلیارده افغانۍ راټولې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د مبایل کریدیت کارتونو له درکه یې تر یو نیم میلیارد زیاتې افغانۍ راټولې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي رسنیو ته ویلي  دي چې دوی دغه عواید په تېرو څلورو میاشتو کې راټول کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره یو میلیارد ۵۹۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ پر کریدیت کارتونو د مالیاتو له درکه راټولې شوي دي.

افغانستان په ۱۳۹۴ز کال کې د تلیفون پر کریدیت کارتونو لس سلنه مالیه وضع کړه.

د مخابراتو وزرات تېر کال ویلي وو چې حکومت په اوسط ډول هر کال ۴.۴۶ میلیارده افغانۍ په کریدیت کارتونو د مالیاتو له لارې راټولوي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې له هغه وخت چې په کریډيت کارتونو مالیات وضع شوي، حکومت شاوخوا ۲۴ میلیارده افغانۍ مالیات له دغه لارې راټول کړي دي.

د کریدیت کارتونو مالیات د ریال تایم سستم له لارې راټولیږي او ترې نظارت کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په مخابراتي شرکتونو باندې د مالیاتو وضع ښایي چې مختلف واوسي:

په دولتي مخابراتي شرکتونو باندې : صفر % مالیات
په خصوصی مخابراتي شرکتونو باندې: %a
په بهرنیو مخابراتي شرکتونو باندې: %5a

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx