نړۍ

طالبانوداسامه دوژلوپه عملیاتوکې شریک ۲۰ امریکایې عسکروژلي

 dea_in_afghanistan

راپورونه وایې چې داسامه بن لادن خلاف په ایبټ کې په ترسره شووعملیاتوکې شریک دامریکادځانګړوځواکونوله ډلې ځخه ۲۰ تنه په افغانستان کې طالبانووژلې دي ویل کیږي چې تېره ورځ په سیدآباد ولسوالي کې دطالبانوپه لاس نسکوره شوي الوتکه کې دوژل شويو۳۱ امریکایانوله ډلې ځخه ۲۰ تنه دامریکادسمندري ځواک غړي وو کوموچې په ایبټ آبادکې داسامه بن لادن خلاف په عملیاتوکې برخه درلوده.

رسنیوته یوه امریکایې چارواکې په دې شرط چې نوم یې وانه خستل شي ویلي دي چې داهماغه ځانګړي عسکروو کومو چې داسامه دوژلوپه عملیاتوکې ونډه درلوده دنوموړي په وینا دوژل شویو عسکروله جملې ځخه دشلوتنوتعلق دامریکادځانګړو ځواکونوله ۶ نمبر قطعې سره وو.

یوشمېر نورولوړپوړوامریکایې چاروکواسوسیټلډپریس خبري اژانس ته ویلي چې دطالبانوپه لاس دویشتل شوې امریکایې چینوک څرخکې په پېښه کې دوژل شویوامریکایې عسکروله ډلې ځخه ۲۵ تنه دامریکادفوځ خورامهم اوچڼل شوې عسکرووچې په وژل کیدوسره یې ددوي فوج ستره اونه ناقابل جبران ضربه خوړلې دي . 

ندیم توخي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x