شعـــــرونه

د خود خواهۍ ګړنګ/ محمودي

سيد محمد محمودي

له مستۍ څه چې نور بیخي له زندګۍ ولوېده
چې کوم وګړي له ګړنګ د خودخواهۍ ولوېده

اسمان راپریوت، قیامت شو، دنیاګۍ ورانه شوه
که له زخمي ژوند مې د خوږ دیدن پټۍ ولوېده

ازادۍ یاد کړم هغه ورځ په ځان رښتينی مین
چې یې په تور راته په لاس کې هتکړۍ ولوېده

شي به یوازې په وجود کې یوه عضوه پاته
د زړه فضاء نه که د مینې سپوږمکۍ ولوېده

محمودي حق لور ته مخلصه دعوتګره به وي
دغه ذمه دې په کمزوری شاعرۍ ولوېده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx