دیني، سیرت او تاریخ

د ګناهونو پرېښودلو طريقه

سيف ﺫهبي

۱: انسان بايد خپل تعلق د اللهﷻ او رسولﷺ سره جوړ کړي، د رب عظمت لوى والى ﺯړه کې واچوي چې څنګه ﺯه د دومره غټ رب نافرماني کوم نو ګناه به ورنه پاته سي.

۲: د ګناه په پريښودلو کې دې له اللهﷻ څخه مرسته او نصرت وغواړي او که يوې ظاهري خوږې ګناه کې اخته و د رب لپاره دې پريږدي او صبر څخه دې کار واخلي، د صبر بدله ضرور خالق ورکوي او دغه دعا دې لولي (يا مُقلِّبَ القلوبِ ثبِّتْ قلوبَنا على دِينِكَ) ژباړه: اى ﺯړونه اړونکيه ﺫاته ﺯمونږ ﺯړونه پر خپل دين کلک کړه.

۳: د پینځه وخته لمانځه پابندي دې کوي، لمونځ دې په توجو او عاجزۍ سره کوي، لمونځ انسان له ګناهونو او بې حيايۍ څخه راګرځوي.

۴: له بدو ملګرو، بدو خلکو له ناستې څخه دې ډډه وکړي، ځکه چې پر انسان د بدو او ښو خلکو اثر لويږي، نو ښه دې انتخاب کړي او له بدو څخه دې ځان وساتي.

۵: استغفار دې ډېر غواړي، استغفار داسې عبادت دى چې د انسان ﺯړه له ګناهونو څخه صفاء کوي.

۶: او کلکه توبه دې وباسي داسې عزم دې وکړي چې په ژوند به بيا ګناهونو ته نه ستنيږم نو رب توفيق ورکوي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx