افغانستان

کابل ته د رادار سیستم لومړۍ جوپه راورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د هوايي حریم د کنترول په خاطر یې کابل کې د رادار سیستم فعالولو اجازه ورکړې ده.

د یادې ادارې په وینا د هوايي حریم د کنترول بشپړ رادار لومړۍ جوپه کې درې پایې رادار چې له فرانسې هېواد څخه وارد شوي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سپارل شوې دي.

رادار سیستم
رادار سیستم
رادار سیستم
رادار سیستم

په ټول هېواد کې د هوايي حریم د کنټرول په موخه د فرانسې له «ټالس» شرکت سره د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د رادارونو تړون لاسلیک شوی او ټاکل شوې ده چې ددې تړون له مخې د ۲۰۲۳ م کال په پای ته رسېدو وړاندې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې په مرحله ییزه توګه په ۱۲ سایټونو کې د رادار سیستم فعال او د هېواد هوايي حریم په بشپړه توګه کنټرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د قطري او ترکي شرکتونو ګډ پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د هوايي چلند ادارې له مسئولینو سره د کابل په ګډون د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د کنټرول او مدیریت لپاره په خبرو بوخت دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې ولاړې الوتکې او تخنیکي وسائل د یادو ځواکونو لخوا ویجاړ کړل شول، چې ورسره یاد هوايي ډګر او د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول سیستم غیر فعال شو.

باید وویل شي چې تردې وړاندې د افغانستان په هوايي حریم باندې په کلني ډول د ۹۵ زره عبوري الوتنو له درکه ۶۶ ملیونه ډالره د هېواد خزانې ته راتلل، چې له بهرنیو شرکتونو سره له تړون وروسته او هوايي حریم کنټرول سره دغه بهیر یوځل بیا پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خلیل الله

دا قرارداد د تیر حکومت په وخت کي شوی وه. نولطفا دا هم ورسره اضافه کړی

طوطی

ښه خبر. دا هغه پروژه ده چی تیر حکومت له فرانسی سره امضاء کړی وه چی اوس یی لمړی جوپه راورسیده او تر ۲۰۲۳ کال پوری به ټولی دستګاوې نصب او راورسیګی. د غنی دی بیا کور آباد وی که نه نو مونږه په پدی خبرو څه پوهیدو، هوایی دالیزونه او داسی نور.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx