
افغان عسکر څلور امریکايي پوځيان ځای پر ځای ووژل
نن ټکی اسیا(سه شنبه،زمري۱۴مه،۱۳۹۳): له کابل څخه مو همدا شېبه خبر ترلاسه کړ، چې نن له غرمې وروسته د کابل د قرغې په سېمه کې د افغان ځواکونو د روزنې په اکاډمۍ کې دننه یوه افغان عسکر څلور امریکايي پوځیان په ډزو وژلي.
دا پېښه د کابل ولایت اړوند د قرغې په سېمه په یوه پوځي قرارګاه کې را منځته شوې.
د پېښي د تلفاتو په اړه نور زیات جزییات تر دې مهاله نه دي ورکول شوي.
که څه هم په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو پوځیانو د افغان عسکرو او نظامیانو له لورې برید کومه نوې پېښه نه ده؛ خو دا لړۍ په دې وروستیو کې څه ټکنۍ غوندې وه.
دا لا هم جوته نه ده ، چې ایا برید کوونکی د طالبانو کوم نفوذي کس و که نه.