ټولنیزه برخه

که زده کړې مو ودریدې؛ هيواد مو ونړېده

حامد افغان

د موریټیوس (Mauritius) په نوم یو کوچنی افریقایي هیواد درپیژنم، په دې هیواد کې له ابتدایي زده کړو نیولې ان تر لوړو زده کړو پوري ټولې زده کړې حکومت خلکو ته وړیا برابروي، له ماشومانو تر لویانو ټول محصلین دولت پخپلو ترانسپورتي وسایلو کې له کورونو تر ښوونځیو او بېرته کورونو ته رسوي. موریټیوس د افریقا ترټولو شتمن هیواد دی، هلته له تعلیم سره صحت او روغتیا هم د ټولو هیوادوالو لپاره وړیا دي، ان د زړه د مختلفو ناروغۍو ګران بیه علاج هم دولت ټول ولس ته وړیا برابروي.

د موریټیوس هر وګړي عائد (19600$) دي، د دې هیواد 90% وکړي خپل کورونه لري او هلته د ځمکې او تعمیراتي موادو نرخونه ډېر ارزانه دي. دا هیواد افریقایي هیوادونو کې تر ټوبو شتمن هیواد دی، دا په داسې حالت کې چې دا هیواد نه نفط لري، نه معدنونه لري او نه نورې زېرمې لري، بلکې دا هیواد د انسان په زیار او خواري، زراعت او سیاحت سره دومره پر مختللی او تر دې ځایه رارسیدلی.

موریټیوس هیواد کې د مسلمانانو شمېر 17% ده خو د هیواد لومړۍ وزیره یوه مسلمانه مېرمن ده، چې ډاکټره أمينة غريب فقيم، نومیږي، نوموړې په عضوي کیمیا کې دکتورا لري، دې پخپل تخصص کې 20 کتابونه او 8 بحثونه لیکلي دي چې ټول نړۍوال شهرت لري. د دې دا وینا مشهوره ده چې وایي: ما سیاست نه دی غوره کړی، بلکې زه سیاست ورجلب کړې یم.

لکه مخکې مو وویل د دې هیواد دولت په زده کړو خورا زیات لګښت کوي او ټول ولس یې د زده کړو په اهمیت او ضرورت ښه پوهیږي، د هیواد د یوه مشهور پوهنتون پر لویه دروازه یوه لویه دړه دا لاندې زرینې کرښې لیکل شوې دي، چې کواګي د دې ولس د پوهنیزې کچې ښه ترجماني کوي:

د یوه قوم د له منځه وړلو لپاره کیمایي وسلو او لېري ویشتونکو توغندیو ته اړتیا نشته، بلکې که غواړئ یو قوم له منځه یوسئ؛ نو د زده کړو کچه یې راښکته کړئ او زده کوونکو ته د غلا، نقل او په دوکه بریالي کیدلو اجازه ورکړئ،

✓ په دوکه بریالی شوی ډاکټر به خپل ناروغ وژني!
✓ په دوکه بریالی شوی انجنیر له کورونو خلک لاندې کوي!
✓ په دوکه بریالی شوی کاونټرحساب کې تاوان کوي!
✓ په دوکه د بریالی شوی شیخ دین وژني!
✓ په دوکه بریالی شوی قاضي عدل وژني!
✓ په دوکه بریالی شوی معلم جهل خپروي!

لنډه دا چې د علم او زده کړو کمزوري د یوه ولس د دنیا او اخرت بربادي ده او د تعلیمي مراکزو په تړلو سره د قام تدریجي مړینه یقیني کیږي.
حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

هيله ده ده چې د امارت د يو خواخوږي غوښتنه د افغانستان اسلامي امارت د جدي توجو وړ او عملي جامه واغوندي. پوښتنه مې دا ده چې ژر تر ژره دې د ميرمنو تعلیم شروع او د کار حق ورکړل شي کوم چې اسلامي او اخلاقي غوښتنه هم ده. بغیر د تعليمه او د کار په برخه کې د مېرمنو نه شتون ټولنې ته سخت تاوان او نيمګړتياوې دئ. بايد د اسلامي چوکاټ د ننه صورت ونسي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx