افغانستان

د کابل ښاروالۍ ۲۷ تنظیفي کارکوونکي ونازول شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د کابل ښاروالۍ د تنظیف برخې ۲۷ کارکوونکي ونازول شول.

دغه کارکوونکي چې په خپلو کارونو کې د ښې کارګردګۍ له امله د نولسمې ناحیې د رئیس محمدحامد امیري په شخصي لګښت په مادي ډالیو نازول شوي، د چارواکو له دغه کار څخه خوښ برېښېدل او ژمنه یې وکړه چې لابه خپلو کارونو ته متوجه او په ښه شوق د خلکو او هېواد خدمت ته اوږه ورکوي.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه ترسره شوي وو، د ښابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست رئیس مولوي سعدالله عثماني هم برخه اخیستې وه او د زیارکښه کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې په خپلو چارو کې د لابریالیتوب دعاء وکړه.

باید وویل شي چې په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره د پلازمینې کابل په ګډون ټول هېواد کې بې ساری امنیت ټینګ شوی او د ښاروالۍ خدمات هم تر بل هروخت چټک شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حکومت باید په هر برخه کی مکافات او مجازات ولری. دا د ښاروالی ښه اقدام دی الله د وکړی چی نوری تصدیانی او وزارتونه هم خپل کارمندان ونازوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx