نظــر

اسلامي امارت او نړۍ

سايره نورزۍ

پوتين په خپلو وروستيو څرګندونو کې امريکا د افغانستان د اوسني بحران مسؤله ګڼلې ده. ولې مسکو هم بايد هېر نه کړي چې د روانې غميزې يو اړخ دوی دي او يا غواړي چې يو ځل بيا خپل ستر سيال امريکا سره زمونږ په خاوره زور ازمايي وکړي.

بې له شکه چې دغه دوه ستر قدرتونو زمونږ په هيواد کې د ټولو نړيوالو قوانينو پر خلاف ستر بشري جنايتونه ترسره کړي او د يو بل د ځپلو لپاره يې زمونږ مظلوم ولس د جنګ د سونګ د موادو په شان استعمال کړي دي او زمونږ د هيواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه يې له منځه وړي دي.

په دغه خاوره نه يوازې د امريکا او روسيې جنګ روان دی بلکې د سيمې هيوادونه لکه هند، پاکستان، ايران، چين، تاجکستان او ازبکستان هم د خپلو ګټو د ساتنې لپاره په بل شوي اور کې لړومه وهي.

د تاريخ په اوږدو کې افغانستان د سترو تحولاتو شاهد ده او په هر تحول کې د وخت د زمامدارنو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو په اساس رژيمونه  سقوط شوي دي او د حکومت د سر کسان يې وژل شوي دي او هر ځل ولس د يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي.

نن يو ځل بيا افغان ولس د نظام د واکدارنو د غلطو سياستونو له امله قرباني ورکوي. له يوې خوا د پنځوس هيوادونو شتون ورته اشغال نه ښکاريدو او له بلخوا د اشغال په ذريعه د برابر شوي شته امکاناتو څخه د هيواد په ګټه کار نه دی اخستل شوی. دغه چارواکي يوازې د خپلو جيبونو د ډکولو د پاره د يو بل پښې په تېشه وهلي دي او د تود شوي جنګ په دوام کې يې له دښمن سره مرسته کړې ده.

افغانستان د جنګ په اړه هيڅ کومه ليکنه او نظر نوی نه ده اوس هر افغان په دې پوه شوی ده چې مونږ د پرديو د جنګ قربانيان يو خو خبره دا ده چې مونږ په خپله څومره د ځان او هيواد د عزت ساتلو ژمنتيا لرو او ورسته له دې چې نړيوال مونږ د بحران عاملين وګڼو ايا کله مو هم خپل ګريوان ته سر ټيټ کړی ده چې مونږ د دې هيواد په ورانولو کې څومره لاس لرو.

اوس وخت رارسيدلی ده چې د تېرو تېروتنو زده کړه وکړو او پرينږدو چې هيواد يو ځل بيا د زبرځواکونو د سيالۍ ډګر وګرځي. اوس چې اسلامي امارت د هيواد واک په لاس کې لري نو ورته په کار ده چې د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ د تير نظام لاس ته راوړنه ونه بولي. په لويه جرګه د شريعت خلاف ټاپه ونه لګوي.
د بهرني مشرعيت څخه لومړی په هيواد کې دننه د مشروعيت د لاس ته راوړلو هڅه وکړي.

اسلامي امارت دې په دې هم سر خلاص کړي چې ولس لپاره ملي ارزښتونه او ځمکنۍ بشپړتيا سره کرښه ده. په تېرو څلورو مياشتو کې د ملي بيرغ په سر د ولس عکس العمل ددې خبرې ثبوت دی. ولس لوږه درسره مني خو د ګاونډيانو لاسوهنه په هيواد نشي زغملی.

په اوسني افغانستان د هيواد هيڅ نارينه دې ته حاضر نه دي چې خپله خور اويا لور د زده کړي او کار څخه محرومه کړي. اسلامي امارات دې هڅه نه کوي چې په ميرمنو د پيړيو منل شويو افغاني جامو په ځای د حجاب په نوم پردۍ جامه ومني. زمونږ افغاني جامې د هرې افغانې ميرمنې د برم او عزت نښه ده.

اسلامي امارت دې د خپلو ملي ګټو په نظر کې نيولو سره د نړۍ او ګاونډيانو سره تعامل وکړي او ورسره دې مشترکه ژبه پيدا کړي.

په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې هيوادونه د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره په پردۍ خاوره او پرديو امکاناتو خپله جګړه پر مخ بيايي. که امارت د تېرو تجربو څه نه وي زده کړي نو هيواد به بيا د جنګ په لومه کې ښکېل کړي.

که څه هم اسلامي امارت واک په ټول افغانستان ټينګ شوی دی خو بيا هم د تېرو جنګسالارانو بقاياوې په يو او بل ځای کې سرونه راپورته کوي دا چې د ولس ملاتړ نه لري خو د بهر څخه د ملاتړ په لاسته راوړلو بيا د قدرت د نيولو خوبونه ويني. پاتې دې نه وي چې د ټولنې همدا قشر ده چې د تېرو حکومتونو ريښې له منځه وړي دي.که اسلامي امارت د ولس سره ګډه ژبه پيدا نه کړي لرې به نه وي چې دوی هم د تېر نظام په سرنوشت ککړ شي او قرباني به يې دغه مظلوم ولس وي.

افغان ولس د جنګسالارانو او قومي ټيکدارانو د حکومت څخه ستړي شوي دي نو اسلامي امارت ته پکار ده چې دولس په خوښه داسې نظام او اساسي قانون رامنځه کړي تر څو هم په اسلامي شرعيت برابر وي او هم د پر مخ تللې نړۍ سره د تعامل ژبه ولري.

ولس هم اوس په دې پوه شوی ده چې د نظامونو په چپه کولو پرمختک او هوساينه لاسته نشي راتلی يوازې د نظام تقويه او اصلاح ده چې زمونږ د هوسا ژوند ارمان پوره کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx