افغانستان

د ناټو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژنه او پر ضد یې پراخ لاریون

 نن ټکی اسیا(سه شنبه،زمري ۱۴مه،۱۳۹۳ل): نن د هرات په لسګونو قهرجنو ښاریانو په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو په هوايي برید کې د ښځې او ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژنې په غبرګون کې لاریون وکړ او د ناټو او بهرنیو ځواکونو له لورې د بې ګناه ملکي خلکو وژنه یې په سختو ټکو وغندله.

لاریون کوونکو ویل، چې تېره شپه د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې الوتکو پر یوه کور بمبار وکړ او د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي په شهادت ورسول.

د قربانیانو خپل خپلوانو ،په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکې ډکې او د مظلومیت فریاد یې تر اسمان رسېده؛ یوه یوه جسد ته ګوته نېوله : «…دا پلار ، دا مور ، دا یې څلور کلن زوی او دا بل یې هم اتلس کل زوی و، چې په بېګاني بمبار کې څلور سره یو ځای تر خاورو لاندې شول.»

قهرجنو مظاهره چیانو چې جسدونه هم ورسره ول، د ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ او په ټينګار سره یې د بهرنیانو د هوايي بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوله.

د هرات د ولایتي شورا غړو او د والي مرستیال صیل الدین جامي هم ومنله، چې وژل شوي څلور واړه د یوې کورنۍ غړي او بې ګناه ملکي وګړي دي.

د سېمي اوسېدونکو چې د امریکا او حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د دا ډول حملو مرتکبین وحشیان او خونکاران وبلل.

د هرات مرستیال والي له لاریون کوونکو سره د پېښي په باب د جدي پلټنو ژمنه وکړه .

نوموړي د لاریون کوونکو سره د خبرو پر مهال د بهرنیانو داسې خونړي بریدونه د غندنې وړ وبلل او ويي ویل، چې دوی به یې هرومرو پوښتنه کوي.

تر اوسه د ایساف او ناټو ویاندویانو د پېښي په اړه خپل نظر رسماً نه دی څرګند کړی او نه یې کومه خواشینې ښودلې.

د هرات د شینډنډ هوايي ډګر چې بهرني پوځيان پکې دېره دي،په لویديځ کې د بهرنیانو تر ټولو ستره نظامي اډه او د قوماندې مرکز بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx