افغانستان

کابینې د الیکترونیکي تذکرو بیه ۳۰۰ افغانۍ ټاکلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وايي چې د افغانستان اسلامي امارت کابینې د الیکترونیکي تذکرو بیه لوړه کړې ده.

د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس کابینې د ۷ ګڼې مصوبې (لړم ۳مه ۱۴۰۰) پر بنسټ د افغانستان دننه د یوې الیکترونیکي تذکرې بیه (۳۰۰)  افغانۍ ټاکل شوې دی.

تر دې وړاندې د یوې الیکترونیکي تذکرې بیه یواځې ۱۰۰ افغانۍ و.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره د الیکترونیکي تذکرو د بیو د لوړولو خبر په داسې حال کې ورکوي چې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې هره ورځ له ۱۳ تر ۱۵ زرو کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل کېږي.

احصايې ادارې ویلي دي چې دوی ژمن دي چې د تخنیکي ټیمونو له نظارت او ارزونې وروسته په پاتې نورو ولایتونو کې هم د الکترونیکي تذکرو وېش چارې بېرته عادي بڼې ته راوګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حکومت خپل عواید له هغو مرجعو څخه په لاس راوړی چی خلکو ته یی زیان ونرسی. زمونږه بیولو خلکو ته ۳۰۰ افغانی هم زیاتی پیسې دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx