لیکنې

په کابل کې مي داسي څه ولیدل چې هم یې خوشحال کړم او هم غمجن

لیکوال: م صدیق الله مشال

تېره ورځ په کابل کې له «ده افغانانو» څخه په ټکسي کې سپور او شهرنو ته روان شوم، په همدې ټکسي کې یو طالب سرتیری هم راسره سپور شو، د شهرنو پارک ته له رسېدو سره سم یې پر ټکسیوان ږغ وکړ: ټکسي ودروه!

طالب سرتیري چې تومانچه یې تر ملا تړلې وه او ایم فور(M4) امریکايي ټوپک یې په اوږه کې و له موټر څخه کوز شو، موټر چلوونکي ته یې کرایه ورکړه؛ خو لس افغانۍ ورسره کمې شوې، د موټر چلوونکي له اصرار سره سره ورڅخه نه ولاړو، خپل جیبونه یې په لسګون پسې ولټول؛ خو چې پیدا نه شو نو ماته یې وویل: مولوي صاحب! یولسګون ته راکړه چې موټر چلوونکي ته یې ورکړم، چې ماهم همغسې وکړل. طالب سرتیري په ډېره مینه د موټر چلوونکي ته وویل: په خیر ولاړ شئ !

موټرچلوونکي ټکسي روانه کړه، له روانېدو سره سم یې وویل: عجیبه ده دومره مجهز سرتیری په داسې خالي جیب چې کرایه هم ورسره نشته په خوشحالي خپله وظیفه سرته رسوي!

زیاته یې کړه: والله طالبان رښتني خادمان دي او تر اوسه مو کوم زور او اذیت نه دی ورڅخه لیدلی.

زه د خپل پاک صف د اتل د صفت په اورېدلو او دده د حالت په لیدلو دومره خوښ شوم چې د هغې خوښي تعبیرول راته ناشوني دي!

او د مجاهدینو پر دومره ستړیاوو او کړاوونو ګاللو ډېر خپه هم شوم .

الله تعالی دي زموږ په وطن کې داسي پریماني راولي چې سرتیري مو داسي هوسا او له نعمتونو ډک ژوند ولري چې دنیاوال ورباندې مثال وایي، له الله تعالی امید لرو او مایوس نه یو.

لله الحمد! له الله تعالی سره د دې ستړیاوو ستر بدل شته کومې چې زموږ سرتیرو ګاللې او یایې ګالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محب الله

اسلامي امارت دي نور د مجاهدینو د ضرورتونو د رفع کولو لپاره چټک اقدامات وکړي

غمی،پښتین

مشال صاحب ته،
کابل کی د لوګه،تنده، بیکاری،سوالګر،قیمتی،په نس وږی.مریضان،پودریان،نورو ملکونو تیښتیدونکی ځوانان،له ماموریت نه شړلی مامورین،د انجونو بند مکتبونه،دری میاشتی بی معاشی،بند سفارتونه،بند بانکونه ،بند دولتی اداری،ماشومانو خوارځواکی،تیشته ،ډار،…………………………..ونه لیدل؟فقط یو طالیب د ولید؟دا کی کومه ښیګڼه ده؟دا خو د موټروان حق وه باید ورکړی وای. خلک اوس نس لپاره خواړه غواړی،ښه حکومتوالی غواړی……………………..

طوطی

لیکوال صیب: زه دی هم خوشحاله او غمجن کړم. خو ځینی خیټور او پړسیدلی ملایان ګورم چی ورځ تر بلی پړسیګی لکه ملا حقانی د لوړو تحصیلاتو وزیر او ملا متقی.

مشوره

دا دواره خاینان دی، متقی مطلق جاسوس دی او حقانی د افغانستان د تحصیلاتو د تخریب لپاره انتخاب شوی دی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx