روغتیا

چین په نږدې دوه کلونو کې د کووید-۱۹ تر ټولو لوی شمېر ثبتوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، 6 مرغومی، ۱۴۰۰ل): د نورې نړۍ ترڅنګ په چین کې هم د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي چې تېره ورځ یې په تېرو دوه کلونو کې په لومړي ځل څلورویشت ساعتونو کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د چین روغتیایي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې په تېره یوه ورځ کې يې ۲۰۱ مثبتې پېښې ثبت کړي چې دا په تېرو ۲۱ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ښار چې ۱۳ ملیونه نفوس لري د ګرځبندیز څلورمې ورځې ته ننوتی، او د راپور پر اساس د شنبې په ورځ په کې ۱٥٥ داخلي پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې له دې یوه ورځ وړاندې ۷٥ پېښې ثبت شوې وې.

معلومات ښيي چې په ورځني توګه ۱٥۸ پېښې د چین په داخل کې او پاتې نورې له بهر څخه په راتلونکو خلکو کې ثبت شوي دي، دا د ۲۰۲۰م کال لومړیو ته ورتګ ښيي، چیرته چې چین ددغې ناروغۍ له دې زیاتې پېښې ثبت کړې وې.

د چین یاد ښار د دیسمبر له ۹مې تر ۲٥مې ټولې ٤٨٥ سیمه ییزې نښې راپور کړي، خو د کرونا اړوند د بیجینګ د تګ لارې سره سم ددغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نېول شوي چې له مخې يې هر ډول شکمن کس باید ژر تر ژره ونیول شي.

د ژیان ښار چارواکي وایي چې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې ډله ییزې معاینې روانې دي، او ممکن د مثبتو پېښو شمېر راتلونکو دوه ورځو کې نور هم لوړ شي، خو په ډیرو اغیزمنو سیمو کې به د کنترول اقدامات ګړندي کړل شي.

د یادو اقداماتو په ترڅ کې چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې وې، ځایي اوسېدونکو ته امر شوی تر څو له بالکونیو څخه خپلې جامې او نور توکي خونو ته دننه کړي او خپلې دروازې او کړکۍ په سمه توګه بندې کړي.

دغه راز ددغه ښار خلکو ته به له تصدیق پرته بهر ته د وتلو اجازه ورنکړل شي، او د ورځني اړتیاو پوره کولو لپاره به هر دوه ورځې وروسته یوازې یو کس ته بازار ته د وتلو اجازه وي.

د ژیان ښار روغتیایي چارواکو اعلان کړی چې تر دې دمه یې د کووید-۱۹ اومیکرون بڼې هیڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت کړې، په داسې حال کې چې د چین نورو برخو کې د اومیکرون یو شمېر مثبتې پېښې راپور شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx